د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په چین کې میشت افغان سوداګرو استازو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د رخت سکتور یو شمیر سوداګرو په چین کې میشت افغان سوداګرو شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
د رخت واردوونکو اتحاديې رئیس ښاغلي عبیدالله د هغو ۳۰۰ سوداګرو چې د چین سره کاروبار لري شتو ستونزو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، وویل "د چین له خوا د ویزو نه اجرا کول ددی سوداګرو د کاروبار د ودریدو، د دوی د کورنیو نا معلوم برخلیک او ډیرو نورو ستونزو سبب ګرځیدلی دی."
 
د نوموړي په وینا، هڅې تر دې دمه بریالۍ نه وې او ستونزې لاهم په خپل ځای پاتې دي. ښاغلي عبیدالله د اتاق د مشرتابه څخه د شتو ستونزو له منځه وړلو برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
د اتحادیې رئیس د اتاق د مشرتابه څخه د دوی د ملاتړ او هڅو او همدارنګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او چین سره د دوی د پرله پسې اړیکو له امله مننه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د سوداګرو ستونزو اوریدو، تائید او داچې د چین حکومت له خوا دا موضوع په سیمه ایزه او نړیواله کچه د اجرا په درشل کې ده، وویل "یادې ستونزې ته د پای ټکي کیښودو په موخه د اتاق مشرتابه پلاوي تردی دمه ډیر ګامونه پورته کړي دي." په دی برخه کې يې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر، مرستیالانو او دیپلوماتیکو مسؤلینو سره دی ستونزې ته د حل لارې پیداکولو په موخه ډیرې اړیکې نیولي دي.
 
ښاغلي مهمند زیاته کړه چې دغه لړې دوام لري او دوی هڅه کوي چې د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ سره یاده ستونزو له منځه ویسي.
 
دا چي د کورونا ویروس د ویزو د اجرا په برخه کې خنډ ونه ګرځي، ښاغلي مهمند دا مسله د عامې روغتیا له سرپرست وزیر ښاغلي وحید مجروح سره په تلیفوني خبرو کې شریکه کړه او له هغه یې وغوښتل چې د هغو سوداګرو لپاره چې چینایي ویزې ته اړتیا لري د واکسین بیړني تطبیق وکړي. ښاغلي مجروح د همکارۍ ژمنې کولو سربیره، په یاده برخه کې خپل پرسونل ته لازمې لارښوونې هم ورکړې.
 
ښاغلي مهمند په چین کې د میشتو افغان سوداګرو د ویزو ستونزو په اړه د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین سره د تلیفون له لارې خبرې وکړې او د دغه وزارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه، چې د دغه وزارت د مشرتابه لخوا هم د همکارۍ ژمنه ورته ورکړل شوه.
 
د غونډې په پای کې، دا پریکړه وشوه چې دا مسله به د بهرنیو چارو په وزارت کې د چین سفیر، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق چارواکو او سوداګرو په ګډون په جوړیدنکې غونډه کې مطرح او تر بحث لاندی ونیول شي.