د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په چک جمهوریت کې د افغان سوداګریز اتاق سره تفاهملیک لاسلیک کړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي او د نړیوالو او عامه اړیکو ډیپارټمنټونو مسؤلینو په چک جمهوریت کې د افغان سوداګریز اتاق مرستیال ښاغلي فواد نادري سره د لیدنې په ترڅ کې د شتو پانګه ایزو فرصتونو او ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړی او د دواړو اتاقونو ترمنځ تفاهملیک یې لاسلیک کړ.
 
ښاغلي برهان ښاغلي نادري ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په افغانستان کې د شتو پانګه ایزو فرصتونو په اړه خبرې وکړی او د چک خصوصي سکتور او د دوی له لارې يې په افغانستان کې د اروپایي پانګه اچونو غوښتنه وکړه. سربیره پردی، يې د هېواد د خصوصي سکتور څخه د زیربنايې پروژو په تطبیق کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي نادري د چک جمهوریت شتو امکاناتو او وړتیاوو په ځانګړې توګه د تخنیکي توکو، کرنیزو ماشین آلاتو، درملو او په دی برخه کې د نوموړي هېواد د تجربو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، ډاډ ورکړ، چې د پانګو د جلب او د دواړو اتاقونو اړیکو د غښتلتیا په برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
 
د ناستې په ترڅ کې دواړو لوریو موافقه وکړه، چې د همکارۍ تفاهملیک پر بنسټ به سوداګریز تواصل کنفرانسونه، په چک جمهوریت کې د افغاني محصولاتو نندارتون او په افغانستان کې د چک جمهوریت تولیداتو نندارتونونه په لاره واچول شي او همکارۍ تفاهملیک د ښاغلي برهان او ښاغلي نادري له لوري لاسلیک کړی شو.
 
دواړو لوریو د افغان – چک او افغان - اروپا ګډو سوداګریزو اتاقونو رامنځته کیدو، سوداګریزو ناستو او په افغانستان کې د بهرنیو پانګه اچونو په جلب ټینګار وکړ.