د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د پوهنې او تغذیې نړیوالې مؤسسې (NEI) رئیس او د هنګ له یو شمیر سوداګرو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د اتاق د صادراتو پراخوالي مسؤل د پوهنې او تغذیې نړیوالې مؤسسې ((NEI له رئیس ښاغلي ولید روشن او د هنګ له یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی په کاروبار کې د لازمو آسانتیاوو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي عطايي ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل هڅه کړی، چې د هنګ صادروونکو ته په هېواد کې دننه د هنګ محصولاتو ازمایشت زمینه برابره کړي."
 
ښاغلي عطايي هیله څرګنده کړه، چې د ازمایښتي مرکز جوړول به ټولې هغه ستونزې چې د هنګ صادروونکي یې هندوستان سره لري له منځه ویسي او همدارنګه په نږدی راتلونکی کې به اتاق د سوداګرۍ او صنعت وزارت د پوهنې او تغذيې نړیوالې مؤسسې سره یو دری اړخیر تفاهملیک لاسلیک کړي.
 
ښاغلي هوتک ډاډ ورکړ چې نوموړی تفاهملیک به د ارزونې او د سوداګرۍ او صنعت وزارت سره د شریکولو څخه وروسته د لوی اختر په څلورمه د نوموړي شرکت سره لاسلیک شي.
 
ښاغلي روشن په هېواد کې دننه د هنګ ازمایښتي مرکز جوړولو په اړه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې د هنګ ازمویولو قیمت کمولو په برخه کې به هم کوټلي ګاموته پورته کړي.
 
ښاغلي روشن زیاته کړه چې د افغانستان مؤسسه به هڅه وکړي چې د هنګ صادروونکو لپاره لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي، ترڅو هندوستان ته د هنګ صادرولو په برخه کې د ستونزو سره مخ نشي.