د افغانستان د درملیزو خدمتونو اتحاديې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکاریو او خپلو غوښتنو د لاسته راوړلو په پایله کې خپل کاري اعتصاب پای ته ورساوه

د افغانستان د درملیزو خدمتونو اتحاديې او د درملو واردوونکو شرکتونو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د عامې روغتیا وزارت او د ولسي جرګې د روغتیا کمیسیون سره د ګډو ناستو او خپلو غوښتنو د لاسته راوړلو په پایله کې د درملیزو خدمتونو د انحصاري کولو په تړاو خپل لس ورځنی کاري اعتصاب پای ته ورساوه.  

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له یوه پلوه د افغانستان د درملیزو خدمتونو اتحاديې د قانوني غوښتنو ملاتړ کړی او له بل پلوه يې د خلکو او مستهلیکینو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې هم ګړندي ګامونه پورته کړي دي.

ښاغلي مهمند په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت سره د افغانستان د درملیزو خدمتونو اتحادیې ستونزه حل کولو کې د ولسي جرګې د روغتیا کمیسیون همکارۍ څخه مننه وکړه، نوموړې ستونزه یې جدي او لویه وبلله او وی ویل چې دغې ستونزې همدې سکتور ته ډیرې ستونزې او ننګونې رامنځته کړی وه.
نوموړي زیاته کړه "د عامې روغتیا وزارت موافقه وکړه چې د درملیزو خدمتونو اتحادیې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق غړیو څخه به یوه ګډه کمیټه رامنځته کړي ترڅو دوی د خپلو هغو غونډو چې په هرو ۴۵ ورځو کې به یو ځل دایریږي د نوموړي سکتور ستونزې حل کړي."

ښاغلي مهمند د درملیزو خدمتونو اتحاديې او درملو واردوونکو شرکتونو څخه وغوښتل چې د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې په ځانګړی توګه د روژې په مبارکه میاشت کې خپلې هیڅ ډول هڅې او همکارۍ ونه سپموي او همدارنګه د دولت څخه يې وغوښتل چې د خپلو طرحو د عملي کولو څخه وړاندی دی د خصوصي سکتور سره پری سلا مشورې وکړي.