د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په ترکمنستان کې د کرونا ویروس خپریدو وروسته د سوداګرۍ او پانګه اچوونې تحلیل تر عنوان لاندی په جوړ شوي آنلاین کنفرانس کې ګډون وکړ

په دغه کنفرانس کې چې د ترکمنستان لپاره د افغانستان سفارت له خوا جوړ شوی وه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو خان جان الکوزي، جان آقا صادقي او بهارد خیر خواه او یو شمیر هغو سوداګرو چې د ترکمنستان هېواد سره سوداګریزې اړیکې لري، ګډون کړی وه.

د ترکمنستان لپاره د افغانستان سفیر ښاغلي خان ولي خان بشرمل وویل "د کورونا ویروس د خپریدو دمخه، د ترکمنستان سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه لوړه وه، خو په اوسني حالت کې بی له نفتي موادو څخه په نورو ټولو برخو کې کموالې رامنځته شوی دی. د سوداګرۍ د ښه والي په موخه باید د افغانستان خصوصي سکتور د ترکمنستان لپاره افغان سفارت سره په همکارۍ ګډې هڅې وکړي او له نیکه مرغه د ترکمنستان هېواد هم په دی برخه کې همکارۍ کولو ته چمتو دی."

ښاغلي شفیق الله عطایي د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ انډول نا متوازن وباله او زیاته یې کړه: "د افغانستان سفارت او د ترکمنستان د حکومت له خوا باید د سوداګرۍ انډول متوازن کولو موخه لازم ګامونه پورته کړی شي."
نوموړي په ترکمنستان کې د افغان سوداګرو ستونزو ته په اشارې کولو سره وویل "افغان سوداګر د ویزو په ترلاسه کولو، د پیرودل شوو توکو پر وخت نه تسلیمول او په افغان سوداګریزو توکو وضع شوو جریمو سره لاس او ګریوان دي او د ترکمنستان لپاره افغان سفارت باید د یادو ستونزو د له منځه وړلو هڅې وکړي."

ښاغلي عطايې د نندارتونونو په اړه وویل: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق چمتو دی چې د ترکمنانو په نندارتون کې د خپلو غړو محصولاتو له ۵۰ تر ۶۰ غرفې نندارې ته وړاندې کړي ترڅو د افغانستان محصولات معرفي شي او د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې پراخې شي. او د ترکمنستان سره ګډ اتاق یا (Business Council) رامنځته کړي چې په اړه يې مخکې هم یو تفاهملیک لاسلیک شوی وه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست رئیس زیاته کړه: "د افغانستان د سوداګرۍ اوپانګونې اتاق چمتو دی چې نه یوازې انګور او انار بلکې د افغانستان ټول محصولات د ترکمنستان څخه روسیې او ختیځې اروپايي هیوادونو ته د صادرولو په موخه خپل غړي وهڅوي."

پدې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خانجان الکوزي، ښاغلي جان صادقي او ښاغلي بهادر خیرخواه د ترکمنستان سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو لپاره موجودې ستونزو او امکاناتو په اړه خبرې وکړی او ښاغلي بشرمل ژمنه وکړه چې د افغانستان د خصوصي سکتور په ځانګړی توګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې یوه سوداګریزه شورا او  ګډې سوداګریزې ادارې رامنځته کړي.