د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د وچو میوو هغو سوداګرو سره چې د سعودي عربستان سره راکړه ورکړه ‏کوي ولیدل

په غونډه کې یو شمیر سوداګرو چې له سعودي عربستان سره سوداګري کوي، د سعودي عربستان د ویزو ترلاسه کولو، د سعودي ‏دولتي نهادونو لخوا منل شوي کیفیت سندونو نشتوالي، د ایران له لارې د ترانزیت په برخه کې ستونزې، او په سعودي عربستان کې د ‏افغاني بانکونو نه شتون ستونزو په اړه خبرې وکړی او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه يې په دی برخو کې د لازمو ‏آسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه. ‏
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د وچو میوو سوداګرو ستونزو له اوریدو ‏وروسته، د دوی ستونزې تائید کړی او د سعودي عربستان په ګډون مختلفو هیوادونو ته د وچو میوو صادرول يې اړین وبلل. ښاغلي ‏الکوزي زیاته کړه چې د وچې میوې صادروونکي باید د سیمې د او نړۍ بازارونو لخوا منل شوي معیارونو سره سم د هیواد میوې ‏پروسس او بسته بندي کړي. هغه ژمنه وکړه چې اتاق به د شته ستونزو په اړه د حکومت او اړونده ادارو سره یادی ستونزې شریکې ‏او د له منځه وړلو په برخه کې به يې کوټلي ګامونه پورته کړي.‏
 
ښاغلي الکوزي په اوسني وخت کې له ایران او سعودي عربستان څخه د خرماوو د واردولو مسله مهمه وبلله او زیاته یې کړه: "دی ‏موضوع ته به بیړنۍ پاملرنه وشي"‏
 
ښاغلي میرویس هوتک وویل" موجوده ستونزې بیلابیل اړخونه لري او د هوايې دهلیز خدمتونه هم ډیر لګښت لري نو پدې برخه کې ‏دوامدارې هڅې اړینې دي او اتاق به د خصوصي سکتور په استازیتوب دی ستونزو ته د حل لارو په لټولو کې خپلې هیڅ ډول مرستې ‏او همکارۍ ونه سپموي.‏