د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د چک جمهوریت د سفیر له مرستیال سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان لپاره د چک جمهوریت د سفیر له مرستیال ښاغلي اشتیپان کونوپاسک سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریز اړیکو پراختیا او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړی.

ښاغلي مهمند په داسې حال کې چې د چک سفارت له مرستیال څخه يې د بلنې مننه وکړه، د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډې اتاق رامنځته کولو، او د بریښنایی بسونو د فعالولو په اړه خبرې وکړې او په دی برخه کې يې د چک سفارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغه د دواړو هیوادونو د دولتي او خصوصي سکتور په ګډون د ګډ سوداګریز کنفرانس د جوړیدو یادونه وکړه ، چې سږکال به د چک په جمهوریت کې جوړېږي د چک له مرستیال سفیر څخه یې وغوښتل چې د دغه کنفرانس په تر سره کولو کې لازمه همکاري وکړه.

په کابل کې د چک جمهوریت مرستیال سفیر ښاغلي اشتیپان کونوپاسک د افغانستان سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکود پراختیا، د ګډ اتاق رامنځته کولو، ګډو پانګه اچوونو او سوداګریزو کنفرانسونو د په لاره اچولو په برخه کې د افغانستان لپاره د چک جمهوریت د سفارت د هرډول همکاریو ژمنه وکړه.