په کابل کې د چیني تولیداتو لومړی نندارتون په لاره واچول شو

د لومړي ځل لپاره، د یوه چینایي پانګه وال لخوا په کابل کې د چینايي محصولاتو نندارتون په لاره واچول شو. په دې نندارتون کې یو شمیر چینایي او د چیني او افغاني ګډو شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند ددی نندارتون د پرانستې په مراسمو کې په افغانستان کې د چینايې سوداګرو د پانګه اچوونې لپاره لیوالتیا ته د اشارې کولو ترڅنګ، زیاته کړه چې د چین دولت له خوا افغان سوداګرو ته د ویزو صادرونه یوه ستره ستونزه ده او د چین دولت څخه يې په دی برخه کې د لازمو آسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

ددی نندارتون د په لاره اچوونکي ښاغلي یومینګ هوی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅونو په پایله کې یو شمیر چینايې پانګه وال افغانستان ته د پانګه اچوونې لپاره راوستي دي.

چینايي سوداګرو او پانګوالو چې په دې نندارتون کې يې برخه اخیستې وه وویل چې که چیرې د پانګه اچونې لازمې آسانتیاوې ورته برابرې کړی شي، دوی د صنعت په ځانګړی توګه، د تعمیراتو رنګونو،  بریښنا کیبلونو او پلاسټیک په برخه کې پانګه اچونه وکړي.