د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل رئیس د افغانستان لپاره د سریلانکا سفیر سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي د افغانستان لپاره د سریلانکا نوي ګمارل شوي سفیر ښاغلي ادمیرال پیال دی سلوا سره په کابل سرینا هوټل کې لیدنه وکړه او د ګډو همکاریو، سوداګریزو اړیکو پراختیا او په افغانستان کې د شته پانګه اچوونې فرصتونو په اړه خبرې وکړی.
 
ښاغلي هاشمي د اتاق او په افغانستان کې د شته پانګه اچوونې فرصتونو په اړه د مالوماتو وړاندی کولو تر څنګ؛ د سریلانکا سفیر ته بلنه ورکړه چې په اتاق کې د یوې ناستې په ترڅ کې افغان سوداګرو ته په سریلانکا هیواد کې شته سوداګریز او پانګه ایز فرصتونه تشریح کړي.
 
د اتاق عامل رئیس د یو آنلاین کنفرانس جوړیدو وړاندیز وکړ تر څو افغان او سریلانکايې سوداګر وکولی شي د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او ګډو همکاریو په اړه خپل نظرونه سره شریک کړي.
 
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅه کوي تر څو د افغانستان او سریلانکا هیوادونو سره تفاهم ته د رسیدو په پایله کې؛ د هوايې دهلیزونو له لارې د صادراتو او وارداتو کچه زیاته کړي.
 
ښاغلي هاشمي زیاته کړه "د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه ډیره کمه ده خو تمه ده چې په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې د دواړو هیوادونو د سوداګریزو اتاقونو له خوا لاسلیک شوې تفاهملیک د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا سبب شي.
 
د افغانستان لپاره د سریلانکا نوي ګمارل شوي سفیر ښاغلي ادمیرال پیال دی سلوا د ښاغلي هاشمي وړاندیز منلو تر څنګ ژمنه وکړه چې افغان سوداګرو ته به په سریلانکا هیواد کې شته سوداګریز او پانګه ایز فرصتونه تشریح او د سوداګریزو او پانګه ایزو اړیکو د پراختیا په برخه کې به هرډول همکاري وکړي.
 
نوموړي زیاته کړه چې افغان سوداګر کولی شي چې سریلانکا ته د افغانستان وچه میوه صادره او د هغه هیواد څخه چای وارد کړي.