د سوداګرۍ د پراختیا او پیاوړتیا په موخه په کابل کې نړیوال نندارتون په لاره واچول شو

د سوداګرو او پانګه اچوونکو اتحاديې له خوا او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ سره په جوړ شوي نړیوال نندارتون کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لمړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د ولسي جرګې وکیلانو، حکومتي چارواکو او د خصوصي سکتور غړیو ګډون درلود.
 
ښاغلي مهمند د نندارتون د پرانستې په مراسمو کې ددی ډول نندارتونونو د په لاره اچولو په ارزښت باندې د خبرو کولو تر څنګ وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په تیرو ۳ کلونو کې د سوداګریز تواصل او د افغان محصولاتو پیژندنې په موخه؛ د ۳۰۰ څخه ډیر کورني او بهرني نندارتونونه او کنفرانسونه په لاره اچولي دي. له نیکه مرغه دی نندارتونونو مثبتې اغیزې درلودې چې له امله يې موږ وکولې شول چې تیر کال د یو ملیارد امریکايې ‌ډالرو په ارزښت افغان محصولات بهرنیو هیوادونو ته صادر کړو.
 
ښاغلي مهمند د سوداګرۍ وزارت او نورو ادارو څخه د نندارتون د په لاره اچولو په تړاو د مننې کولو ترڅنګ؛ د متشبثینو سره ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به ددوی د محصولاتو لپاره د بازار موندنې او بهر ته يې د صادرولو په برخه کې لا ډیرې هڅې وکړي.
د ولسي جرګې غړیو، مختلفو دولتي ادارو مسؤلینو او د خصوصي سکتور استازیو د نندارتون په ارزښت باندې خبرې وکړی.
 
د سوداګرۍ د پراختیا او پیاوړتیا په موخه په دی نړیوال نندارتون کې ۶۰ افغان او ۱۰ ازبیکستاني شرکتونو خپل محصولات چې د غذايې موادو، حیواني محصولاتو، فلزاتو، لاسي، پلاستیکي او پي وي سي صنایعو، د اوبو رسونې او مرکز ګرمۍ محصولاتو، طبي بوټو او وچو میوو څخه عبارت دي، نندارې ته کیښودل.