د ټرانسپورټي شرکتونو مسؤلینو او د چایو واردوونکو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لمړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي د پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي د خدماتو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د ځمکني ټرانسپورټ اتحاديې ر‌‌ئیس ښاغلي طلا محمد اتمانزي او د عبید امین شرکت رئیس او د چایو واردوونکو استازي ښاغلي حاجي عبیدالله سره په دوو جلا ناستو کې د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړی.

په دی دوه جلا ناستو کې د ځمکني ټرانسپورټي اتحاديې غړیو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ته وړاندې او د له منځه وړلو په برخه کې يې د اتاق د همکاریو غوښتنه وکړه.

په همدې ډول د چایو واردوونکو سوداګرو هم خپلې ګمرکي ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه سره شریکې او د له منځه وړلو په موخه يې د اتاق له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه چې د ګمرکي چارواکو سره لیدنه وکړي.

ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، ښاغلي سلطان محمد صافي، ښاغلي نصیر احمد عرب، او ښاغلي خان جان الکوزي د ځمکني ټرانسپورټ اتحاديې غړیو او د چایو واردوونکو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې په کتبي ډول اتاق ته وسپاري تر څو د له منځه وړلو په برخه کې يې لازم ګاموته پورته کړی شي. دوی ژمنه وکړه چې د ځمکني ټرانسپورټ اتحاديې غړیو او د چایو واردوونکو ستونزې به د ګمرک مسؤولینو او اړونده حکومتي ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې به يې لازمه همکاري وکړي.