د افغانستان جمهور ر‌ئیس او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د رحیم ګردیزي ګروپ د جلغوزو پروسس فابریکه پرانسته

د افغانستان جمهور رئیس، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره هیت لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د مدیره هیت سوداګریز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره هیت د دارالانشاء ریس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره هیت مالي ریس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره هیت غړي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د جلغوزو فابریکې رئیس ښاغلي محب الله ګردیزي، د کابینې وزیرانو، او د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو والیانو د سه شنبه په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په انلاین ډول د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د جلغوزو پروسس فابریکه په رسمي ډول پرانسته.  

جلالتمآب جمهور رئیس وویل"موږ رحیم ګردیزي ګروپ ته ددی سترې لاسته راوړنې مبارکي وایو او د لا ښه ستایلو په موخه يې ورته یو مډال هم وړاندی کوو. د هر ولایت پانګه اچوونکې باید په خپل ولایت کې همدا ډول پانګه اچوونه وکړي، ځکه چې دا کار د ثبات، یووالي او اقتصادي پراختیا سبب ګرځي.

جمهور رئیس زیاته کړه "ګردیز د جلغوزو پروسس فابریکې په پرانستلو سره د تاریخي ارزښت لرلو تر څنګ خپل اقتصادي ارزښت هم څرګند کړ. او بله دا چې موږ د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو خلکو څخه د جلغوزو ځنګلونو ساتلو په تړاو مننه کوو."

جمهور رئیس د ځنګلونو په ساتلو کې د خلکو رول اړین وباله او زیاته يې کړه چې په دی برخه کې به بنسټیزې پانګه اچوونې ته لار هواره کړي.

ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند د جمهور رئیس څخه د مننې کولو تر څنګ وویل"موږ غواړو چې د جلغوزو په څیر د افغانستان ټول زراعتي محصولات تولید، پروسس او ورته بازارموندنه وکړو. موږ د حکومت سره د عوایدو په راټولولو کې مرسته کوو خو حکومت باید خلکو ته د کار زمینه برابره کړي."

ښاغلي مهمند پانګه اچوونکي په هیواد کې دننه پانګه اچوونې ته وهڅول او د جمهور رئیس څخه وغوښتل چې هغه پانګه اچوونکي چې په هیواد کې دننه پانګه اچوونه کوي، د جمهوري ریاست له خوا باید د مډالونو او ستاینلیکونو په ورکولو سره وهڅول شي.

ښاغلي محبوب ګردیزي وویل"ددی لويې او معیاري فابریکي تأسیس د پکتیا خلکو ته د ښې راتلونکي هیله ورکوي او موږ جمهور رئیس ته ددی فابریکې د پرانستې په تړاو مبارکي وایو."

ښاغلي ګردیزي زیاته کړه چې که چیرې دوی ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړې شي، نو دوی به د بریښنا په برخه کې هم پانګه اچوونه وکړي چې د لا زیاتو کاري فرصتونو د جوړیدو او غربت کچې د راټیټیدو سبب کیدای شي.

د زراعت، مالدارۍ، او اوبو ورکونې وزیر ښاغلي ډاکټر انورالحق احدي وویل"دغه فابریکه د جمهور رئیس د نوښت او هڅونې په پایله کې رامنځته شوې ده چې د عواید د زیاتوالي او د جلغوزو د ډیروالي سبب کیدای شي. د رحیم ګردیزي شرکت د فولادو په پرخه کې یو نوموتې شرکت دي او هیله لرو چې د جلغوزو په برخه کې هم ښه وځلیږي."

نوموړي د رحیم ګردیزي ګروپ څخه په هیواد کې دننه پانګه اچوونې په تړاو مننه وکړه، او زیاته يې کړه چې افغانستان هر کال ۲۴ زره ټنه د جلغوزو حاصلات لري او د حکومت د پاملرنې په پایله کې د لسو څخه تر دولسو فیصدو پورې زیاتوالې پکې راغلې دی. برسیره پردې په زرګونه هیوادوالو ته يې د کار زمینه برابره کړې ده.

د رحیم ګردیزي ګروپ د جلغوزو پروسس فابریکه د شپږمیلیونه او پنځه سوه زره امریکايې ‌ډالرو په ارزښت جوړه شوې چې ۱۰۰۰ تنه به په مستقیم ډول او ۱۰۰۰۰ تنه به په غیر مستقیم ډول پکې په کار بوخت شي.