د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه، سوداګرانو او د هیواد د سویل ختیځ پانګه اچوونکو د افغانستان د جمهوری ریاست د لومړي مرستیال سره لیده کاته وکړل

ښاغلي توکل احمدیار د اتاق عمومي ريس، محمد یونس مهمند د مدیره هیت لومړي مرستیال، محمد ګردیزي او احمد ضیاء عضیمي شینوزاده د مدیره هیت غړيو، سید زمان هاشمي د اتاق عامل ریس، د هیواد د سویل ختیځ سوداګرو او پانګه اچوونکو، د خصوصي پوهنتونونو، صنعت او ساخمتانۍ سکتور استازیو، د سوداګرۍ او صنعت، کورنیو چارو او مالیي وزارتونو معینانو د شنبه په ورځ د تلې د میاشتې په ۲۶ نیټه د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح سره لیدنه وکړه او په خصوصي سکتور کې يې د شتو ننګونو او ستونزو په اړه خپل نظریات تبادله کړل.

په دی غونډه کې امرالله صالح وویل چې دا څلورمه غونډه ده چې موږ يې د هیواد د مختلفو برخو سوداګرو او پانګه اچوونکو سره کوو او له سوداګرو يې وغوښتل چې خپلې ستونزی د جمهوري ریاست له لومړي معاونیت سره شریکې کړي، تر څو دوی ورته د حل لاری ولټوي.

ښاغلي توکل احمدیار د پرله پسې غونډو او د خصوصي سکتور ستونزو د له منځه وړلو په اړه د جمهوري ریاست له لومړي مرستیال څخه مننه وکړه او هیله يې څرګنده کړه چې ارګ به د سوداګرو او پانګه اچوونکو د ستونزو په له منځه وړلو کې بشپړه همکاري وکړي.

د هیواد د سویل ختیځ سوداګرو او پانګه اچوونکو په خپل وار سره د ولایتونو په صنعتي پارکونو کې، د لوړو زدکړو، بانکدارۍ، د ښځینه تشبث، امنیتي ننګونو، په غلام خان او دند پتان بندرونو کې د شتو ستونزو په اړه خبری وکړې او د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال څخه يې ددی ستونزو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.

ښاغلي امرالله صالح د هیواد د سویل ختیځ سوداګرو او پانګه اچوونکو د ستونزو له اوریدو وروسته د هغو کړنو یادونه وکړه چې تر دی مهاله په دی ډګر کې ترسره شوي دي او ژمنه يې وکړه چې د سوداګرو او پانګه اچوونکو هر ډول ستونزو د له منځه وړلو په موخه به لازم اقدامات وکړي او په هیواد کې به خلک پانګه اچوونې ته وهڅوي.