د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تېلو او اوبلن ګاز ټانک لرونکو تخصصي کمېټه پرانستل شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تېلو او اوبلن ګاز ټانک لرونکو  تخصصي کمېټه، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د اتاق د عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار لخوا د اتاق د مدیره پلاوي غړو ښاغلو خانجان الکوزي او داود یوسفزي، د اتاق د عامل پلاوي ریاست سرپرست ښاغلي شفیق الله عطایي، د تېلو او مایع ګاز د اتحادیې د رئیس او غړو په حضور کې پرانستل شوه.

ښاغلي احمدیار، د تېلو او اوبلن ګاز ټانک لرونکو  تخصصي کمېټې پرانستل د دغه سکتور د شته ستونزو حل او همدا راز د ښه خدمتونو عرضه کولو لپاره مهم وبلل. هغه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د سوداګرو، پانګه والو او خصوصي سکتور د غړو ګډ کور وباله او ژمنه یې وکړه، چې د اتاق رهبري به د دغه سکتور د ستونزو هواري په موخه له اړوند حکومتي ادارو او د تېلو او اوبلن ګاز ټانک لرونکو  تخصصي کمېټې ترمنځ لازمه همغږي او همکاري رامنځته کړي ترڅو، هېواد کې د تېلو او ګاز ټانک لرونکو ننګونې راکمې او د خدمتونو عرضه کې ښه والی راشي.

ښاغلي خانجان الکوزي، د تېلو او مایع ګاز ټانک لرونکو له لوري د ښه او کیفیت لرونکو خدمتونو په ځانګړې توګه د هېواد لویو لارو کې د مسافرو او خلکو لپاره د تېلو او ګازو د عرضه کولو خدمتونو یادونه وکړه زیاته یې کړه: " د تېلو او اوبلن ګاز ټانک لرونکي د خصوصي سکتور عمده برخه تشکیلوي، چې  د دغه سکتور د خدماتو له عرضه کولو پرته د نورو سکتورنو فعالیت دوام ناممکن دی. "‏

محترم شفیق الله عطایي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تخصصي کمېټو د نقش په تړاو خبرې وکړې وې ویل:"د اتاق تخصصي کمېټې په دې موخه جوړې شوې، چې د خصوصي سکتور له بېلابېلو قشرونو او صنفونو تشکیل شوي او کولای شي د هغوی اړوند ټولې ستونزې او وړاندیزونه د اتاق د مشرتابه پلاوي پوسیله له اړوند حکومتي مسوولینو سره شریکې ، د حل او همدا راز د خدمتونو په عرضه کې ښه والي په موخه یې هڅې وکړي. "

د تېلو او اوبلن ګاز ټانک لرونکو ټولنې رئیس ښاغلي ذبیح الله، د اتاق د تخصصي کمېټو په ټولګه کې  د تېلو او اوبلن ګاز ټانک لرونکو  تخصصي کمېټې شاملولو کې د اتاق د مشرتابه پلاوي له همکارۍ مننه او ستاینه وکړه، هیله مند شو، چې له اتاق سره همکارۍ او همغږۍ کې وکولای شي،د خپلو کارونو په وړاندې موجوده ستونزې حل کړي.

په پای کې، د دې کمېټې د ټاکنو ترسره کېدو پورې، ښاغلي،حاجي ذبیح الله د تېلو او اوبلن ګاز ټانک لرونکو  تخصصي کمېټې د مؤقت رئیس،حاجي مومن، حاجي مسعود او حاجي شاه رباني د مرستیالانو او الله محمد احمدزی د منشي په حیث وټاکل شول.