د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نفت او ګاز تخصصي کمېټه پرانستل شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نفت او ګاز تخصصي کمېټه، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي تجارتي مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي لخوا، د محترمو د اتاق د مدیره پلاوي غړي او د اتاق د نفتو او ګازو کمېټې رئیس جان آقا صادقي، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال عبدالطیف قناویزیان، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړي او د اتاق د نفت او ګاز کمېټې مرستیال سيد مسعود سادات او ګڼ شمېر سوداګرو او د نفتو سکتور یو شمېر پانګه والو په ګډون سره د اتاق د غونډو په تالار کې پرانستل شوه.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، خپلې پرانستونکې وېنا کې د هېواد اقتصاد د نفتو او ګازو په ځانګړې توګه د خلکو د عادي ژوند په بهیر د هغې اغیزو په تړاو خبرې وکړې او هیله مند شو، چې د اتاق د نفت او ګازو تخصصي کمېټې پرانستل کېدو او فعالیت زیاتوالي سره هغه ستونزې حل شي، چې د دې سکتور د وارداتو برخه کې شته ستونزې په خاص ډول هغه زیانونه چې له سرحدونو څخه په قاچاقي ډول د بې کیفیته ګازو د ورود له امله د هېواد اقتصاد او د خلکو ژوند ته رسیږي، تر دې وروسته به رفع شي او له دې طریق وکولای شو د هېواد د نفتو او ګازو سکتور د سوداګرو او مصرف کوونکو لپاره د ښه خدمت مصدر شو.

ښاغلي جان آقا صادقي، د نفتو او ګازو د وارداتو په وړاندې شته ستونزو او د دې سکتور اهمیت ته اشاره وکړه او ژمن شو، چې دا کمېټه به تر ډېره هڅې وکړي، چې د کیفیت لرونکو او معیاري نفتو او ګازو په واردولو سره د خپلو هېوادوالو د غوره خدمت جوګه شي.

ښاغلي صادقي، د نفتو او ګازو واردوونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو هغو برنامو چې دغه کمېټه به یې له اړونده حکومتي ادارو سره عملي کړي په تفصیل سره خبرې وکړې.
په همدې ترتیب د دې کمېټې غړو د نفتو او ګازو د باکیفیته او سټنډرډ وضعیت برابرولو او د افغانستان مارکېټونو ته یې د عرضه کولو په تړاو خبرې وکړې او خپل وړاندیزونه او نظرونه یې هم بیان کړل.
په دې برنامه کې، ښاغلي سید مسعود سادات د اتاق د نفتو او ګازو تخصصي کمېټې د مرستیال په توګه وټاکل شو ترڅو، د دغې کمېټې کارونه او د نفتي توکو او ګازو د سوداګرو ستونزو حل چارې په مخ یوسي.