د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خپرندوۍ او کتاب پلورونکو تخصصي کمېټه پرانستل شوه

د افغانستاان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق خپرندوۍ او کتاب پلورونکو تخصصي کمېټه، د یو محفل په ترڅ کې د اتاق دعمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار لخوا د اتاق د مدیره پلاوي مالي رئيس ښاغلي شرین آغا سخي، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي شفیق الله عطایي او د هېواد ګڼ شمېر سوداګرو او پانګه والو ګډون سره د اتاق د غونډو په تالار کې پرانستل شوه.

ښاغلي توکل احمدیار، د پرانستې وېنا کې، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولو سوداګرو، پانګه والو او د خصوصي سکتور د غړو ګډ کور وباله او ژمنه یې وکړه چې د سوداګرۍ ودې او پراختیا او د خصوصي سکتور له قانوني فعالیتونو په ځانګړې ډول د چاپ او نشر برخه کې به هر ډول لازمې همکارۍ وکړي. هغه وویل اتاق تل هځه کړې چې د سوداګرو او پانګه والو ستونزې د حل په موخه له اړونده حکومتي مسوولینو سره شریکې کړي او د حل برخه کې به یې هر اړخیزې هڅې وکړي.

محترم شرین آغا سخي، د خپرندوی او کتاب پلورونکو ټولنه د هېواد د خصوصي سکتور مهمه برخه وبلله زیاته یې کړه: اتاق تل هڅه کړې چې د خپلو تخصصي کمېټو پوسیله د خصوصي سکتور ستونزې او وړاندیزونه د دولت له مشرتابه او اړونده ادارو سره  مطرح  او حل کړي. نوموړي په تېرو 90 کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د اتاق د پراخو ترسره کړو فعالیتونو د یادولو سره د نشراتي او طباعتي برخې د زیربناو د رشد برخه کې د اتاق د همکاریو ژمنه وکړه.
 
ښاغلي شفیق الله عطایي، د سوداګرۍ او پانګونې ودې برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او تخصصي کمېټو له هڅو او لاسته راوړنو په یادولو سره زیاته کړه: نن ورځ د خصوصي سکتور له فعالینو یوه بله برخه د اتاق د تخصصي کمېټو په چوکاټ کې پرانیزو. هغه دغه تخصصي کمېټې د خصوصي سکتور او دولت ترمنځ ارتباطي پل وباله او د هېواد علمي او معارف سکتور زیربناوو پیاوړتیا او رشد کې یې د خپرندوی او کتاب پلورونکو د تخصصي کمېټې نقس لوبولو ته اشاره وکړه او د دې کمېټې پیاوړتیا او غښتلتیا کې یې د اتاق د مشرتابه پلاوي د همکاریو ډاډ ورکړ.

د افغانستان د ناشرانو او کتاب پلورونکو ټولنې رئیس ښاغلي سید احمد سعید، خپلو خبرو کې وویل: څرنګه چې یوه ټولنه د مالي او اقتصادي جوړښتونو تقویت ته اړتیا لري په همغه اندازه معنوي زیربناوو رشد ته هم اړتیا لري. هغه زیاته کړه، څه ډول چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د سوداګرۍ او اقتصاد بنسټ تشکیلوي، خپرندویه او کتاب پلورونکو تخصصي کمېټه به هم د اتاق د 19 ګونو کمېټو ترڅنګ د ټولنې معنوي ودې کې ګټور رول ولوبوي.

همدا راز دغو مراسمو کې د خپرندوی او کتاب پلورونکو ټولنې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئيس ښاغلي توکل احمدیار ته د لوح تقدیر په ډالۍ کولو سره د اتاق له خدمتونو او همکاریو ستاینه او مننه وکړه.
د دې برنامې په پای کې، د اتاق مشرتابه پلاوي له لوري خپرندوی او کتاب پلورونکو تخصصي کمېټه پرانستل شوه او ښاغلي سید احمد سعید د خپرندوۍ او کتاب پلورونکو تخصصي کمېټې د ټاکنو ترسره کېدو تر وخت د دې کمېټې د موقت رئيس په توګه وټاکل شو.