کابل کي د افغانستان - ایران لومړنی تخصصي نندارتون جوړ شو

دا نندارتون د ایران د نندارتونو شرکت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ او د افغانستان او ایران د خصوصي سکتور په ملاتړ کابل کې ترسره شو.

دغه نندارتون کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي "توکل احمدیار" ، د ایران هېواد لوړپوړي پلاوي او متشبثینو، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر"نثاراحمدغوریاني" د کابل ښاروال محترم داود سلطان زوی، د هېواد د ملي شورا استازو، د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین اغا سخي، د مدیره پلاوي غړو، ښاغلو خانجان الکوزي، ا‌ذرخش حافظي، سید جاوید برهان، ضیأالدین اڅکزي، احمدضیأ عظیمي شینوزاده او ګڼ شمېر سوداګرو او پانګه والو ګډون درلود.

په پېل کې د اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، ایراني میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اړیکو او مناسباتو په تړاو خبرې وکړې او د دې ډول نندارتونونو جوړول يي د تخنیکي، فني او ټکنالوجۍ د پراختیا لپاره ګټور وبلل.

په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي نثار احمد غوریاني، په افغانستان کې د سوداګرۍ شته فرصتونه ایراني مېلمنو ته تشریح کړل.
هغه وویل: افغانستان نه باید یوازې د نورو هېوادونو د محصولاتو مصرفي هېواد وي؛ بلکې داسې هڅې وکړي، چې داخلي تولیدات ورسره زیات شي.

 ښاغلي غوریاني ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې د ایراني پانګوالو د پانګونې په صورت کې به دوی ته لازمې اسانتیاوې او له هغې جملې د ځمکې په برابرولو کې چې د پانګونې له لومړنیو اړتیاوو ګڼل کیږي، مساعد کړي.
 په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي بهادر امینیان هم د داسې نندارتونونو د جوړیدو او په اقتصادي اړیکو کې یې د ارزښت په اړه خبرې وکړې.
هغه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له خونې د دغه نندارتون په جوړیدو کې د همکارۍ او همغږۍ له کبله قدرداني وکړه.

همدا راز د ايران د انرژۍ (برق) وزارت مرستيال ښاغلي "حائري" د دغه نندارتون جوړيدو موخه له ټکنالوژۍ سره بلدتيا او د فن زده کولو په خاص توګه تخنيکي او فني تکنالوژۍ، زيربناء، حمل  او نقل تکنالوژۍ ليږد وباله او د افغانستان سرحدونو  کې تاسيسات چې د هغه هيواد لخوا د اقتصادي مناسباتو او فعاليتونو د پراختيا په موخه جوړ شوي،چې  بندرونو کې د اوسپنې پټلۍ، د بريښنا انرژي او نورو برخو کې يادونه  وکړه او د دغو همکاريو د دوام ډاډ يې ورکړ.

په دې مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي او د سوداګرۍ او صنایعو د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د سازمان( ایکو) رئیس ښاغلي آذرخش حافظي د دواړو هېوادونو د تاریخي او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي په افغانستان کې د پانګونې د موجودو بالقوه امکاناتو او سرشاره طبیعي سرچینو په اړه (چې کولای شي، د دواړو هېوادونو او سیمې اقتصادي وضعیت په مثبت ډول بدل کړي) معلومات وړاندې کړل او له ایراني پانګوالو څخه یې په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه وکړه.

 د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئیس سید زمان هاشمي د دغه نندارتون جوړیدل د سیمې او نړۍ په کچه د افغان محصولاتو او صادراتو لپاره مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې د سوداګرۍ او پانګونې خونه دې داسې نور نندارتونه هم د نړۍ په مختلفو سیمو کې جوړ کړي.
 
هغه دغه نندارتون بریالی وباله او له ایراني لوري یې وغوښتل، چې د چابهار بندر په مسیر کې د افغان سوداګرو د صادراتو د شته ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

 کابل ښاروال محمد داود سلطانزوي او د بریښنا شرکت سلاکار ښاغلي هوشمند د ښارجوړونې او انرژۍ په برخه کې د شته برنامو په اړه معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ، چې په نندارتون له وړاندې شویو تولیداتو څخه د افغانستان د زیربنایي پروژو په عملي کیدو کې ګټه اخیستل کیدای شي.