د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه هیئت د افغانستان نوین رغنیزو شرکتونو ټولنې له رئیس او غړو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل "احمدیار"  او د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان نوین ساختماني شرکتونو ټولنې له مشرتابه او غړو سره د دې اتحادیې غړو شرکتونو لخوا د کورنیو چارو وزارت ته ترسره کړو کارونو د پیسو نه ورکړې په تړاو بحث او تبادل نظر وکړ.

په دغه ناسته کې، لومړی  د افغانستان نوین رغنیزو شرکتونو د ټولنې رئیس ښاغلي داوود توتاخېل د کورنیو چارو وزارت اړوند د درې میلیارده افغانیو په ارزښت بشپړو کړو پروژو او پور په اړه معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي توتاخېل زیاته کړه: دا پروژې له لس کلونو ډېره موده کیږي چې بشپړې شوي او کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوي دي خو، دغه وزارت تر اوسه قراردادي شرکتونو ته خپلې پيسې نه دې ورکړي.

ښاغلي "احمدیار" د ساختماني شرکتونو د ټولنې د رئیس او غړو د ستونزو اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د خصوصي سکتور له قانوني فعالیتونو او حقونو ملاتړ کوي او دغه برخه کې به هڅې وکړي.
ښاغلي "احمدیار" همدا ډول ژمنه وکړه چې د دې اتحادیې د ستونزو په تړاو به د کورنیو چارو وزارت مسوولینو سره خبرې وکړې څو، یاد وزارت د ساختماني شرکتونو د تکمیل شوو پروژو پیسېه وسپاري.


په ورته وخت کې، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اعتراض په ډول د ساختماني شرکتونو د ټولنې غړو سره یو مطبوعاتي ناسته ترسره کړه او د شرکتونو د حقه حقوقو په تړاو یې خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې ښاغلي مهمند د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ وغوښتل چې د رغنیزو شرکتونو ټولنې ستونزې حل کړي.
په دغه اعتراضیه ناسته کې د اتحادیې غړو یو ځل بیا له کورنیو چارو وزارت د خپلو پورونو غوښتنه وکړه او ګواښ یې وکړ که یي غوښتنې ونه منل شې لاریونونه په وکړي.