د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي اومه غونډه وشوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي د درېمې دورې اومه غونډه د اتاق د عمومي رئیس ښاغلي توکل "احمد یار"  په مشرۍ د مدیره پلاوي د اکثریت غړو په ګډون شنبې ورځ د روان کال د وږې مېاشت په 29 مه د اتاق د غونډو عمومي تالار کې ترسره شوه.


دغه ناسته کې د اتاق د مدیره پلاوي د دارالانشاء د رئیس له لورې د اجنډا شامل موضوعات وړاندې شول او بیا د اتاق د عامل پلاوي رئیس ښاغلي سید زمان "هاشمي"  د عامل پلاوي ریاست کاري راپور او وړاندیزونه د مدیره پلاوي حاضرو غړو ته وړاندې کړل. د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا "سخي" د اتاق عمومي مشراو د مدیره پلاوي غړو سره د اتاق د مالي وضعیت راپور شریک کړ.
‏ ګډونوالو د ارایه شوي راپور په تړاو خبرې اترې وکړې او د اتاق د لاسته راوړنو او د چارو په وړاندې ننګونو په تړاو خپل نظرونه شریک کړل.


د اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین "مایل احمدي"  او نورو غړو د کرونا ویروس د بحران په مهال د سوداګرو د فعالیتونو او تجارت په وړاندې رامنځته شویو ننګونو ته اشاره وکړه. دوی د کرونا ویروس سراسري ستونزې په مهال له خصوصي سکتور سره د اتاق د همکاریو یادونه وکړه او انديښنه وښودله چې اوس هم هېواد کې د کرونا ناروغۍ له امله سوداګریز فعالیتونه له ګواښ سره مخ دي.


همدا راز دغه ناسته کې، پروان او نورو ولایتونو کې د ورستیو سیلاب ځپلو کورنیو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لورې ترسره شوو مرستو په اړه خبرې وشوې او د دې مساعدت د دوام ټینګار یې وکړ.
ښاغلي "احمد یار" د مدیره پلاوي له غړو وغوښتل چې د اتاق اړوند مواردو کې له همغږۍ او کره اطلاع پرته له رسنیو سره خبرې ونه کړي.

د اتاق مدیره پلاوي غړو هم پریکړه وکړه، چې د اړتیا په صورت کې به د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رئيس او د اتاق ویاند له رسنیو سره خبرې او مرکې کوي. د دې غونډې په پای کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د راتلونکو برنامو او د اتاق د مدیره پلاوي او عامل پلاوي غړو د نورو وړاندیزونو په تړاو تصمیم ونیول شو. دغه ناسته کې عامل پلاوي ته د اتاق بعدي اقداماتو په ځانګړي ډول د مرکزي اتاق او د کابل د اتاق د ساختمان په تړاو لازم هدایات وکړل.