د کاغذ واردوونکو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مسوولینو سره خپلې ستونزې مطرح کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي پالېسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي شفیق الله "عطایي" د کاغذ ورادوونکو ټولنې له رئيس ښاغلي مسعود احدي او د دې ټولنې له یو شمېرغړو سره د اتاق غونډو په تالار کې ولېدل او د هغوی په ستونزو یې خبرې وکړې.

د دې اتحادیې مشر او غړو خپلې اندیښنې په خاص ډول د کاغذ په وارداتو د ګمرکي تعرفې لوړېدو ستونزې مطرح کړې زیاته یې کړه، تر اوسه د سیمې ګڼ شمېر هېوادونه د A4  او A3 کاغذ د تولید ظرفیت نلري او د هېواد یو شمېر داخلي شرکتونه چې له بهر څخه کاغذ د لویو تختو په بڼه هېواد ته راوړي او بیا یې دلته له پروسس وروسته بازار ته د A4  او A3 کاغذ په ډول عرضه کوي، د کورني مارکیټ او مستهلکینو اړتیاوې نه شي پوره کولای.

دوی وایي، که حکومت په وارداتي کاغذ ګمرکي تعرفه لوړه کړي، دا چاره به په داخلي مارکیټ کې مستهلکین د یاد کاغذ له کمښت سره مخ او یو نا مطلوب وضعیت رامتځته کړي. د کاغذ واردوونکو اتحادیې له اتاق څخه د همکارۍ هیله وکړه چې د دوی ستونزې له حکومتي چارواکو سره مطرح او په وارداتي کاغذ د تعرفې لوړېدو مخه ونیسي.

ښاغلي "عطایي" د کاغذ د واردوونکو سوداګرو د ستونزو له اوریدو وروسته وویل، اتاق د کورنیو تولیداتو د ملاتړ ترڅنګ، تل هڅې کړي چې هېواد ته د وارداتي او بلمثل کورني تولید جنس ترمنځ انډول په نظر کې ونیسي ترڅو، له یوه لوري کورني تولیدات پياوړي شي او له بل اړخه مستهلکین بازار کې د اړوند توکو کمښت ستونزې سره مخ نشي. نوموړي ټینګار وکړ، چې اتاق به دغه ستونزه له اړونده حکومتي ادارو سره شریکې او د حل لپاره به یې مناسب لار ولټوي.

پنج شنبه، وږې 27مه 1399‏