د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه هیئت او یو شمېر سوداګرو د هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر سره لیدنه کې د افغان سوداګرو په ستونزو بحث وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق محترمې رهبرۍ پلاوي غړو، د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال محمد یونس "مهمند"، د مدیره پلاوي د پانګونې مرستیال ‏سلطان محمد ‏‏"صافي"، د اتاق د مدیره پلاوي غړي او د افغانستان د اتاقونو د فدراسیون سوداګرۍ او پانګونې مرستیال خان جان "الکوزي" د اتاق د مدیره پلاوي غړو ضیاءالدین ‏‏"اڅکزي"، احمدضیاء عظیمی "شینوراده" او محمد "گردیزي" او د هېواد یو شمیر سوداګرو د پنجشنې ورځ د سنبلې مېاشت په 20مه د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین  محترم میرویس ‏‏"ناب" او کابل کې د ایران هېواد سفیر ښاغلي بهادر "امینیان جزي" او د هغه هېواد سوداګریزې آتشه محمد مهدي"جوانمرد قصاب"  سره ایران هېواد کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په تړاو بحث او خبرې وکړې.

دا ناسته چې د بهرنیو چارو وزارت دننه ترسره شوه، ښاغلي میرویس ‏‏"ناب" د ښه راغلاست ترڅنګ، د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ دوستۍ اړیکو او د سوداګرۍ او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې وکړې او د افغان سوداګرو د پیسو د انتقال ستونزو په نظر کې نېولو سره یې  نږدې راتلونکې کې په چابهار بندر کې د بانکونو د څانګو جوړولو برخه کې د بهرنیو چارو وزارت د هلو ځلو ډاډ ورکړ.

نوموړي د سوداګریزو ستونزو حل لپاره د بهرنیو چارو وزارت، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او کابل کې د ایران سفارت ترمنځ د یوې ګډې کړنلارې او همدا راز د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ مشترک اتاق جوړولو یا فعالولو ټينګار هم وکړ.

محترم یونس"مهمند" د سوداګریزو توکو حامل موټرو د خاکي پولي ستونزې، چابهار بندر کې فني ستونزې چې له جملې یې په بندر کې د کښتۍ د نشتوالي له امله تجارتي توکو توقف او په چابهار بندر کې د هندي او نورو بهرنیو بانکونو نه موجودیت او همدا ډول د سوداګرو د پيسو د انتقال ستونزې، دوغارون بندر کې د افغانستان صادراتي اموالو لیږد په وړاندې ستونزې، د روډ پاس او په چابهار بندر کې د کښتۍ د کرایه لوړوالي ستونزې یادې کړې او د ذکر شوو ستونزو حل برخه کې یې د ایران سفیر د همکاریو غوښتنه وکړه او همدا راز د چابهار بندر د ظرفیت لوړولو ټینګار یې هم وکړ.

محترم سلطان محمد ‏‏"صافي"، د وارداتي او صادراتي توکو د لاریو د توقف تخنیکي ستونزو او په دوغارون بندر کې د فني ظرفیت ټیټوالي له امله د پلټنې ډېر وخت نیولو او همدا راز د سوداګرو او د کورنۍ غړو لپاره د ویزو صدور ستونزو یادونه وکړه او د ایران خاوره کې یې د اسانتیاوو په ځانګړي ډول توکو د ورود او لیږد برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کیدو ټینګار وکړ.

ښاغلي خان جان "الکوزي"، د دواړو هېوادونو بندرونو او سرحدونو له جملې یې د  "میلک" بندر کې د تخنیکي ظرفیتونو ټیټوالي او د عصري سیستم نه موجودیت په خاص ډول د وارداتو او صادراتو د ارقامو ثبت له لویو ستونزو وبللې او د ایران او افغانستان د دولتونو له لوري یې د بندرونو د ظرفیت لوړولو غوښتنه وکړه. نوموړي د افغانستان او سیمې هېوادونو د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره د چابهار بندر پر اهمیت خبرې وکړې او د دې بندر رشد او پراختیا یې ډیره مهمه وبلله.

ښاغلي بهادر "امینیان جزي"، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د دوستانه اړیکو پراختیا او کرونا بحران په مهال له افغانستان سره د سوداګرۍ د جریان په موخه د دروازو فعال ساتلو یادونه وکړه او تر راتلونکو دوو مېاشتو یې له هرات سره د اوسپنې پټلۍ د احداث د بشپړیدو خبر ورکړ.

 نوموړي زیاته کړه: د اوسپنې پټلۍ له فعالیدو سره به د سوداګرۍ او ټرانزیټ ډیری ستونزې په ځانګړي ډول په سرحدونو کې د تجارتي توکو او ټرانزیټي موټرو د توقف ستونزې حل شي. د ایران سفیر وویل: د ایران دولت په پام کې لري ترڅو، د افغانستان سوداګریزو توکو ټرانزیټ لپاره ډیرې اسانتیاوې چې له جملې یې خاک پولي او روډ پاس معافیت رامنځته کړي.