د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رییس اندونیزیا کې د افغانستان سفیر او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت او د سوداګرۍ اتاق له استازو سره د ویډیو کنفرانس په بڼه په ګډو تجارتي همکاریو خبرې وکړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي سید زمان هاشمي، په اندونیزیا کې د افغانستان سفیر ښاغلي فیض الله ذکي، د هغه هېواد بهرنیو چارو وزارت او د سوداګرۍ خونې له استازو، د افغانستان د خونو فدراسیون مشر ښاغلي اسماعیل غضنفر او د هېواد بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو ریاست مرستیال ښاغلي اسدالله همدرد سره د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا او ګډو همکاریو په تړاو د ویډیو کنفرانس له طریق خبرې وکړې.

دغه ناسته کې، ښاغلي سید زمان هاشمي، د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو لکه : وچو مېوو، زعفرانو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو دایمي نندارتون پرانسته چې جاکارتا کې د افغانستان سفارت داخل کې افتتاح شوی، یادونه وکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په توسعې یې ټینګار وکړ.

ښاغلي هاشمي، جاکارتا کې د افغانستان مېشت سفیر له دغه نوښت چې هغه هېواد کې یې د افغانستان محصولاتو او تولیداتو د معرفي او بازار موندنې فرصت برابر کړی خوښي وښودله او  نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د محصولاتو لاس رسي او بازار موندنه کې یې د اتاق د هڅو یادونه وکړه. هغه په ټولو هېوادونو کې د افغانستان له سفارتونو تقاضا وکړه چې د هېواد محصولاتو او تولیداتو لپاره نړیوال مارکیټ موندلو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره همکاري وکړي.

د اتاق د عامل پلاوي مشر له ښاغلي ذکي وغوښتل ترڅو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او اندونیزیا د سوداګرۍ اتاق ترمنځ د ګډو همکاریو، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ د تواصل کنفرانسونو او هغه هېواد سره د سوداګرۍ  ګډ اتاق جوړلو او د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کې هر اړخیزې همکارۍ وکړي.

ښاغلي فیض الله ذکي، د اندونیزیا هېواد سره د تجارتي او اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره د شته فرصتونو په خاص ډول د دواړو هېوادونو د جمهور رئيسانو د سفرونو او دواړو دولتونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د هوکړه لیک له لاسلیک یادونې ترڅنګ، د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او پیاوړتیا کې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.