د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مديره پلاوي لومړي مرستيال کابل کې د سعودي عربستان سفير سره ليدنه کې په سوداګريزو اړيکو خبرې وکړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مديره پلاوي لومړي مرستيال ښاغلي محمد يونس "مهمند" کابل کې د سعودي عربستان سفير ښاغلي محمد "الخالدي" سره ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي اړيکو په پراختيا خبرې وکړې.

ښاغلي "مهمند" د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اتاق سره کابل کې سعودي عربستان سفارت د ښو همکاريو د يادونې ترڅنګ، د دوو هېوادونو  ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو پراختيا، د صادراتو او وارداتو او همدا راز د حج عمره خدمتونو د بيا پېل په تړاو د سعودي عربستان سفير سره خبرې وکړې.

 د سعودي عربستان سفير، د سعودي عربستان او افغانستان ترمنځ د سوداګريزو اړيکو  توسعه د دواړو هېوادونو په ګټه وبللې او د افغان سوداګرو لپاره د اسانتياوو برابرولو او د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو تحکيم برخه کې يې د سعودي د سفارت د همکاريو ډاډ ورګړ.

پنج شنبه، 20 وږي 1399‏