د افغانستان او ترکیې د سوداګرو د سوداګریز تواصل کنفرانس د استانبول د حلال ایکسپو نندارتون په څنډه کې جوړ شو

د افغانستان او ترکیې د سوداګرو ترمنځ د سوداګریز تواصل کنفرانس د استانبول ښار د نړیوال حلال ایکسپو نندارتون په څنډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ټولنیزو او فرهنګي چارو د مرستیال الحاج حبیب‌الله عمر، د خونې د بورډ د دارالانشا رئیس الحاج ذبیح‌الله عمرخېل، د خونې د عامل رئیس محمد ولي امیني، د افغانستان د قونسلګرۍ د جنرال قونسل، د هېواد د سوداګرۍ او صنعت وزارت د دفتر مسوول، د افغانستان – ترکیې ګډ سوداګریز شورا د رئیس، او د افغان او ترکي سوداګرو او پانګوالو په ګډون جوړ شو.
ښاغلي عمر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رئیس، الحاج سید کریم هاشمي هغه پیغام ولوسته چې د سوداګریز تماس کنفرانس ته یې استول شوی و.
ښاغلي هاشمي په خپل پیغام کې ترکیه د افغانستان پخوانی ملګری او باوري شریک بللی او د دواړو ملتونو ترمنځ په ګډو اسلامي – فرهنګي ارزښتونو، متقابل درناوي او سوداګریز – اقتصادي پراختیا ولاړ اړیکو ټینګار کړی دی.
نوموړي زیاته کړه: "افغانستان او ترکیه د سیمه‌ییزو بازارونو، اقتصادي ظرفیتونو او سوداګریزو اړتیاوو د ګډ درک له مخې کولی شي د همکاریو د پراختیا لپاره اغېزمن او ستر ګامونه پورته کړي. "
رئیس د خپل پیغام په دوام کې د ترکیې د "دیک" ادارې او د نندارتون او سوداګریز تماس کنفرانس له جوړونکو مننه وکړه او دا ډول پروګرامونه یې د افغاني توکو د معرفي، د صادراتو د پراختیا او د پانګونو د جلب لپاره مهم وبلل.
نوموړي د کرنې، کانونو، حلال تولیداتو، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د افغانستان ستر ظرفیتونه یاد کړل او څرګنده یې کړه چې " ترکیه کولی شي له دې ظرفیتونو څخه د استفادې په برخه کې زمونږ مهم شریک واوسي. "
همدارنګه، د مسوولینو له خبرو وروسته، افغان او ترکي سوداګرو په بېلابېلو برخو خبرې اترې وکړې.
دوی د صادراتو او وارداتو پر لوړولو، د حلالو محصولاتو د بازار پراختیا، د نویو ټرانزیټي لارو رامنځته کولو، ګډو پانګونو فرصتونو، د تولید او بسته‌بندۍ په برخو کې د تجربو تبادلو او په راتلونکو نندارتونونو او ناستو کې د ګډون په تړاو بحثونه وکړل.
 
 
شنبه، لیندۍ ۸مه، ۱۴۰۴