د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل رئیس د سوداګرۍ نړیوال اتاق له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د سوداګرۍ نړیوال اتاق (ICC) د نړیوال آنلاین مارکیټ (میریادو) مسؤل ښاغلي نیکولاس سره د آنلاین ناستې په ترڅ کې، د نړیوال آنلاین مارکیټ (میریادو)، په دی برخه کې شته فرصتونو او په یاد مارکیټ کې د راکړې ورکړې په شرایطو خبرې اترې وکړې.

ښاغلي نیکولاس د نړیوال آنلاین مارکیټ (میریادو) په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، زیاته کړه " دغه آنلاین مارکیټ د نړیوالې سوداګرۍ او پانګه اچونې بهیر د تسریع کولو په موخه، د سترو شرکتونو د وصل نقطې په توګه د مختلفو هېوادونو د اتاقونو له لارې فعالیت کوي او هڅه کوي چې، په دی برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي."

ښاغلي نیکولاس د نړیوال آنلاین مارکېټ بېلابېل خدمتونه او برخې تشریح کړې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رول یې د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره د دغه مارکیټ د معرفۍ او په یاد مارکیټ کې د سوداګرۍ د څرنګوالي برخه کې اړین وباله.  

ښاغلي عطايي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د غړیتوب شرطونو او د نړیوالو هوکړه لیکونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ودې برخه کې يې د میریادو مارکېټ فعالیت اړین وباله او په دی برخه کې يې د عملي ګامونو پورته کولو باندی ټینګار وکړ.

ښاغلي عطايي د کورنیو تولیداتو په اړه وویل "افغانستان هغه هېواد دی چې د باکیفیته تولیداتو وړتیا لري او د بهرنیو هېوادونو له تولیداتو سره د سیالۍ توان لري."

د اتاق عامل پلاوي رئیس د میریادو نړیوال انلاین مارکېټ په نړۍ کې د افغاني تولیداتو د معرفۍ استازی وباله او ډاډ یې ورکړ چې په دې بازار کې به د ګډون په موخه، سوداګر او پانګوال وهڅوي.

د یادولو وړ ده چې، په دې انلاین مارکېټ کې د ګډون له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق غړي کولی شي په اروپايي او امریکايي هېوادونو کې د سوداګرۍ د نړیوال اتاق له غړو سره اړیکه ونیسي او په آنلاین ډول سوداګري وکړي.