د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس د آغا خان بنسټ د اقتصادي پراختیا څانګې ځانګړي استازي سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي په داسی حال کې چې، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د آغا خان بنسټ د اقتصادي پراختیا څانګې ځانګړي استازي ښاغلي آشیف سره لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي عطايي ښاغلي آشیف ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په هېواد کې د آغا خان بنسټ د پروژو تطبیق د خلکو لپاره د کاري فرصتونو او اقتصادي ودې رامنځته کولو او بیخبنسټونو جوړولو برخه کې اړین وبلل.
ښاغلي عطايي سترې بیخ بنسټیزې پروژې لکه: د کانونو استخراج، د برښنا تولید، د کرنې میکانیزه کیدل او د روغتیا برخه کې د سترو پروژو تطبیق د اقتصادي ودې اصلي عناصر وبلل او د آغا خان بنسټ څخه يې وغوښتل چې د بیخ بنسټیزو پروژو برخه کې پانګونه وکړي.

ښاغلي آشیف د ښاغلي عطايي د خبرو او د خصوصي سکتور څخه د اتاق د ملاتړ ستاینې کولو وروسته، د آغا خان بنسټ د اوسنیو پروژو په اړه معلومات وړاندی او په نږدی راتلونکی کې يې د یاد بنسټ د بیخ بنسټیزو پروژو تطبیق په اړه ډاډ ورکړ.