د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس د غذايي امنیت اسلامي سازمان مسؤلینو سره په آنلاین ډول لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د غذايي امنیت اسلامي سازمان د همغږۍ مسؤل ښاغلي ادبولا منافي متاولو سره د آنلاین ناستې په ترڅ کې، د لا ډیرې همغږۍ او په نږدی راتلونکی کې د اقتصادي کنفرانس جوړولو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي عطايي د د غذايي امنیت اسلامي سازمان ددی نیک ګام چې اقتصادي کنفرانس جوړول دي ستایلو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق کړنو، د نړیوالو ادارو سره د اتاق د هوکړه لیکونو او د یاد اتاق د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي عطايي په یاد اقتصادي کنفرانس کې د ګډون په موخه، د افغان سوداګرو او پانګوالو معرفي کولو، د هېواد د اقتصاد لپاره د محوري موضوعګانو پیشنهاد کولو او یو شمیر نورو مسایلو اړوند د اتاق د هر اخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.