د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په کابل کې د اسلامي هېوادونو له علماوو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي عصمت الله وردګ، د نیمروز سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي عبیدالله نورزی او د اتاق ستر سلاکار ښاغلي حاجي شرف الدین په ملتیا د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ملاتړ نړیوال سازمان عمومي منشي ښاغلي محمد الصغیر او د اسلامي هېوادونو یو شمیر نورو علماوو سره لیدنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي محمد الصغیر او ټیم ته يې د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په ټوله نړۍ کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یووالي په رامنځته کیدو ټینګار وکړ او په دی برخه کې يې د اسلامي هېوادونو علماوو رول اړین وباله.
 
نوموړي د افغانستان اقتصادي ودې او شته بیوزلۍ په کمولو کې د اسلامي هېوادونو ملاتړ ډیر ګټور وباله.