‎د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ترکیه هیواد د خیریه موسسو له رئیسانو سره وکتل

ښاغلی محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوی لومړی مرستیال په داسې حال کې چې ښاغلیو: نصیر احمد عرب د مدیره پلاوی خدماتی مرستیال، خان محمد سرفراز باز د مدیره پلاوی د دارالانشای رئیس، انجنیر سید جاوید برهان د مدیره پلاوی د نړیوالو اړیکو رئیس، شیرین آغا سخی د مدیره پلاوی مالی رئیس، شفیق الله عطایی د اتاق د عامل پلاوی رئیس، خانجان الکوزی، سید پرویز سادات هوفیانی د مدیره پلاوی غړي، او احمدشاه حکیمی د کابل ولایت د سوداګرۍ او‌پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړۍ مرستیال،حضور درلود له ښاغلی الپرمحمد یسیل د صدقه خیریه موسسې رئیس او ښاغلی مجاهد کلی د (IHH) موسسې رئیس ددغه اتاق په مرکزي دفتر کې ولیدل او د افغانستان له خلکو سره د دغو بنسټونو د بشري مرستو او د خصوصي سکتور د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

ښاغلی محمد یونس مهمند،د ترکیې د خیریه موسسو رئیسانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د افغانستان له خلکو سره د دغه هېواد د دولت له بشري مرستو او ملاتړ څخه مننه وکړه. ښاغلی مهمند،د یتیم خانو په جوړولو، د هېواد د روغتیايي سیستم په پیاوړتیا، د مدرسو، جوماتونو په جوړولو او د هېواد د کرنې د سکټور په میکانیزه کولو کیې د دغو ادارو فعالیتونه مهم وبلل.
 
ښاغلی خان محمد سرفراز باز، د ترکیې د خیریه بنسټونو د فعالیتونو د قدردانۍ په ترڅ کې له دغو بنسټونو یی په خاصو مواردو کې لکه:د معتادینو درملنه، د روغتونونو جوړول او د هغوی ملاتړ، په کابل او نورو ولایتونو کې د یتیم ماشومانو لپاره د یتیم خانو جوړول او په کلیو کې د اوبو د بندونو جوړول د همکاری غوښتنه وکړه.
 
ښاغلی الپرمحمد یسیل او ښاغلی مجاهد کلیک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه سره په لیدنه کې د خوښۍ په څرګندولو سره د دغه بنسټ د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندی کړل او وویل:د ترکیی هیواد خیریه موسسې فقیرو خلگوته د خواړو رسولو په برخه کې، د سویلی ولایتونو زلزله ځپلو خلګو ته د سرپنا جوړول، د جوماتونو او یتیم خانو جوړول، د روغتونونو بیا رغونه او د ادویه جاتو تهیه کول ورته، له کورنیو څخه مالی ملاتړ او داسې نورو برخو کې فعالیت کوی.
 
هغوی، د افغانستان سوداگرۍ او پانگونې اتاق نه یی د فقیرو خلگو او مناطقو د پیژندلو، د کاری فرصتونو ایجادول او د کلیوالی ټولنو د حمایت په برخه کې، د همکاری غوښتنه وکړه.
ښاغلی شفیق الله عطایی، د بشري مرستو په ځانګړي ډول په کلیوالي سیمو کې د دغو بنسټونو د فعالیتونو د هرکلي ترڅنګ له یادو بنسټونو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هر اړخیزې همکارۍ او د مرستو د رسولو او د اوږد محاله پروژو د تطبیق په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ د رامنځته کولو ډاډ ورکړ.