د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د جلغوزیو اتحایې له رئیس او غړیو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، چین هېواد ته د هوايي دهلیز له لارې د جلغوزیو د صادارتو د زیاتوالي په موخه د صادراتو او پانګه اچونې پراختیا ډیپارټمنټ لخوا په جوړه شوې غونډه کې چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د عامل پلاوي سرپرست او مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک پکې ګډون کړی وه، د جلغوزیو اتحاديې له رئیس ښاغلي دلدار ځدراڼ او غړیو سره د هوايي شرکتونو له لارې د جلغوزیو صادارتو او په دی برخه کې د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

په دې کتنه کې د هوايي دهلېز له لارې د جلغوزيو د صادراتو او د هوايي دهلېزونو له لارې د ټرانزیټ، د کورنيو او بهرنيو هوايي شرکتونو د لېږد رالېږد د کچې، د لېږد مناسب نرخ په ټاکلو کې د سوداګرۍ اتاق پر همکارۍ او د هوايي دهلېزونو او صادروونکو ترمنځ د همغږۍ په اړه چې له کابل څخه شانګهای ته د مستقيم صادراتو او همدارنګه د کابل – ډهلي او ډهلي – شانګهای لارو په شان د کابل – دوبۍ او دوبۍ – شانګهای د لارو د صادراتو په اړه هم خبرې وشوې.

ښاغلي دلدار ځدراڼ او د جلغوزیو صادرونکو چین ته د جلغوزیو د صادراتو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له پرله پسې همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، د هوايي شرکتونو له لارې د جلغوزیو د ټرانسپورټ کچه د ګاونډیو هېوادونو په پرتله لوړه وګڼله او د اتاق له مشرتابه يې وغوښتل چې د مناسب نرخ موندلو لپاره د هوایی شرکتونو سره خبرې او په دی برخه کې همکاري وکړي.  

ښاغلي مهمند د جلغوزیو د سوداګرو ستونزو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته د جلغوزیو د صادروونکو لپاره د هوايي دهلېز له لارې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې د هوايي دهلېز او اړوندو دولتي ادارو سره د همغږۍ په موخه د یاد اتاق د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ. او د جلغوزیو له اتحادیې څخه یې وغوښتل چې د ګاونډیو هیوادونو له لارې د کابل – شانګهای مستقیم صادراتو ته ترجیح ورکړي.

ښاغلي مهمند د کام ایر هوايي شرکت له لارې د جلغوزیزو د انتقال نرخ کموالي په موخه، د دغه شرکت له رئیس ښاغلي زمري کامګار سره ټلیفوني خبرې وکړې او ښاغلي کامګار هم په یاده برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

په پام کې ده چې د کابل – شانګهای او همدارنګه د کابل – ډهلي او ډهلي – شانګهای او د کابل – دوبۍ او دوبۍ – شانګهای لارو څخه د جلغوزیو د لیږد په اړه په راتلونکو ورځو کې د هوايي شرکتونو، د جلغوزیو اتحاديې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ترمنځ تفاهملیک لاسلیک شي.