د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق پانګه اچونې مرستیال د بلخ ولایتي اتاق څخه لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي بلخ ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه: د شخړو د حل مرکز رئیس محترم اسدالله اسدي، د بورډ غړي الحاج محمود یوسفزي، د بلخ اتاق ستر سلاکار محترم حاجي اجمل قادري، د بلخ اتاق اجرایوي رئیس محترم احمد شکیب اکبري او د بېلابېلو سکتورونو د سوداګرو سره د دغه ولایت د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل او د خصوصي سکټور د شته ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.

په دې کتنه کې د بلخ د سوداګرۍ اتاق مشرتابه پلاوي په دغه ولایت کې د خصوصي سکتور شته ستونزې چې سوداګر او پانګه وال يې د مستوفیت په برخه کې لري او په حیرتان بندر او ګمرکونو په صادراتي برخو کې د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې شته ننګونې له ښاغلي سلطان محمد صافي سره شریکې کړې. دوی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه د خپلو ستونزو حل برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.  

ښاغلي سلطان محمد صافي د بلخ د سوداګرۍ اتاق د مشرتابه د خبرو او د هغوی د شته ستونزو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د دوی ستونزې له اړوندو دولتي ارګانونو سره مطرح کړي او د شته ستونزو د هواري لپاره به هر ډول هڅې وکړي.