د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د جلغوزیو صادرونکو سره لیدنه ترسره کړه

دا لیدنه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق د صادراتو او پانګه اچونې پراختیا ډيپارټمنټ مسؤل ښاغلي میرزمان پوپل، د کام ایر هوايي شرکت عامل رئیس ښاغلي حاجي محمد داود شریفي، د جلغوزیو اتحاديې رئیس ښاغلي دلدار ځدران او د جلغوزو صادرونکو یو شمیر سوداګرو په ګډون د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.

ښاغلی خانجان الکوزي د جلغوزیو صادرونکو مسؤلینو ته وویل "د جلغوزیو د صادراتو لپاره یو بازار شته او موږ باید په یوه مارکیټ بسنه ونه کړو، هڅه وکړو چې د خپلو صادراتو لپاره نور بازارونه ولټوو. موږ د یو منظم پلان په لرلو سره باید هڅه وکړو چې زموږ صادراتي توکي زموږ د هېواد په نوم بهرنیو هېوادونو ته صادر شي او دولت دې په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي، تر څو زموږ د سوداګرو مالونه څومره چې ممکن وي بهر ته صادر شي."

ورپسې دلدار ځدراڼ د جلغوزیو د صادرونکو شته ستونزې مطرح کړې او د سوداګرۍ اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي، په ځانګړې توګه له هوايي شرکتونو سره په همغږۍ کې، تر څو د سوداګرو مالونه په ارزانه بیه انتقال او افغان سوداګر وکولی شي د نورو هېوادونو سوداګرو سره سیالي وکړي.  

ورپسې ښاغلي شریفي په چین کې د هوايي شرکتونو په ځانګړې توګه د کام ایر په وړاندې د شته ننګونو په اړه خبرې وکړې او زیاته ته يي کړه "موږ د صادراتو په برخه کې له خپلو کورنیو شرکتونو سره همکارۍ ته چمتو یو. د تیرو وختونو په پرتله د الوتکو د ښکته کېدو او پورته کېدو، د هوايي ډګر د خدمتونو او د سون توکو په بیو کې زیاتوالی راغلی چې باید د هېواد سوداګر يي په پام کې ونیسي."

په پای کې، د اتاق مشرتابه پلاوي د نورو هوايي شرکتونو په ځانګړې توګه د کام ایر هوايي شرکت سره په لا ډیرې همغږۍ ټینګار کولو ترڅنګ، ګاونډیو او نورو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتي توکو په ځانګړې توګه د جلغوزیو په ټرانزیټ کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.