د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د صادراتو کمېټې رئیسې او د آسیا اقتصادي مسؤلې سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند جرمني ته د خپل سفر په جریان کې د صادراتو کمېټې رئیسې او د آسیا اقتصادي مسؤلې آغلې هیلین رانګ سره لیدنه ترسره کړه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او پانګه اچونې پراختیا او جرمني ته د افغانستان د صادراتو په زیاتوالي خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تېرو ۹۰ کلونو د فعالیتونو او له جرمني سره د ښو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په اړه مېرمن هیلین رانګ ته معلومات وړاندې کړل. نوموړي د افغانستان د صادراتي محصولاتو په تېره بیا د هېواد د غالۍ او تازه او وچې مېوې د صادراتو په اړه چې ښه او عضوي کیفیت لري یادونه وکړه او جرمني ته یې د افغانستان د محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې د جرمني د صادراتو د کمېټې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند په افغانستان کې د پانګونې د ښه چاپېریال، د برېښنا انرژۍ د تولید اړتیا او هغو تجربو ته اشاره وکړه چې جرمني په تېرو کلونو کې زموږ په هېواد کې د برېښنا د تولید په برخه کې کړې دي او په دې برخه کې یې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور د ګډې پانګونې غوښتنه وکړه.

آغلې هیلن رانګ ښاغلي مهمند ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او صاداراتو او همدارنګه د برېښنا په برخه کې یې د معلوماتو له وړاندې کولو مننه وکړه. سربیره پردی، آغلې رانګ زیاته کړه چې جرمني له افغانستان څخه د وارداتو او د افغانستان د صادراتي محصولاتو د زیاتوالي او همدارنګه د بریښنا سکتور کې پانګونې ته لیواله دی.