د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د کیمیاوي سرې واردونکو سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، محمد دواد سوسفزي او ضیاءالدین اچکزي د هلمند او کندهار ولایتونو کیماوي سرې واردونکو سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو او حل لارو په اړه خبرې اترې وکړې.

د کیمیاوي سرې واردونکو سوداګرو په ځانګړې توګه د کندهار او هلمند سوداګرو د اتاق مشرتابه سره له پاکستان څخه د کیمیاوي سرې د واردولو په برخه کې شته ستونزې شریکې کړې او ویې ویل چې له دې کیمیاوي سرې څخه په پاکستان کې په پراخه کچه کار اخیستل کېږي. کروندګرو سره مرسته کوي چې ډېر حاصلات راټول کړي او په افغانستان کې ښې پایلې لري، خو افغانستان ته د یادې کیمیاوې سرې واردول منع دي.

دوی د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه وغوښتل چې د دوی ستونزې له دولتي چارواکو سره شریکې کړي او د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

ورپسې ښاغلي خانجان الکوزي د کیمیاوي سرې د واردولو په برخه کې د سوداګرو ستونزې تائید کړې او ویې ویل "د اتاق مشرتابه تل هڅه کړې چې د سوداګرو او د خصوصي سکتور د غړو ستونزو حل برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي."

ښاغلي الکوزي وویل "ستاسو ستونزې به د حکومت د اقتصادي کمېسیون په یوه غونډه کې مطرح کړو، څو د حکومت له لارې په لوړه کچه حل شي."