د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس په افغانستان کې د USAID د ماموریت له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په افغانستان کې د USAID د ماموریت له رئیس ښاغلي شان کلاهان سره د لیدنې په ترڅ کې، د پراختیايي او کارموندنې پروژو تطبیق برخه کې د USAID ادارې سره د اتاق د همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي شان کلاهان څرګنده کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هر اړخیزه همکاري د پراختیايي پروژو د ایجاد له لارې د افغانستان خلکو ته د کار او دندو د پیدا کولو لپاره اړین شرط دی. نوموړي دغه راز په دوحه کې د USAID دفتر د جوړېدو اعلان هم وکړ، چې د ده په وينا، د دغه دفتر له لارې به له افغان سوداګرو او پانګوالو سره همکاري وشي.

د USAID د ماموریت رئیس ټینګار وکړ چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لارې موږ د افغانستان خصوصي سکتور ته زیری ورکوو، چې سره له دی چې په افغانستان کې د یو کال په اوږدو کې نه وو، خو بیا هم موږ له افغانستانه نه یو وتلي او غواړو چې د افغانستان له خلکو سره د افغانستان د خصوصي سکټور له لارې چې دوی په مختلفو برخو کې پانګونه کړې مرسته وکړو.

ښاغلي شان کلاهان زیاته کړه: د تیر کال په اوږدو کې ټولې هغه اساسي مرستې چې د افغانستان خلک ورته اړتیا لري د ملګرو ملتونو د دفترونو له لارې برابرې شوي دي او د اوس لپاره مو پریکړه کړې چې په افغانستان کې د خصوصي سکتور له لارې پراختیایي پروژې پیل کړو. که چیرې د سیمې خلکو ته د کار زمینه برابره شي نو اټکل کیږي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به په افغانستان کې پنځه میلیونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي چې دا چاره د افغانستان د خصوصي سکتور له همکارۍ او مرستې پرته ناشونې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د دغه بهیر د هرکلي په ترڅ کې د خصوصي سکتور له لارې په افغانستان کې د پراختیايي او پانګونې د پروژو د تطبیق په برخه کې د هېواد د خصوصي سکټور په استازیتوب خپل چمتووالی څرګند کړ.