د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د تازه میوو او سبزیجاتو صادروونکو سوداګرو سره ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د تازه میوو او سبزیجاتو سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

د مېوې صادرونکو خپلې ستونزې په ځانګړې توګه د پاکستان له خوا په دې وروستیو کې له افغانستان څخه پر صادراتو د مېوو او سبزیجاتو د لګول شوي اضافي مالیې په اړه مطرح کړې او د دغو ستونزو د هواري لپاره یې له سوداګرۍ اتاق د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

خان جان الکوزي د سوداګرو د ستونزو له اورېدو وروسته وویل چې، د دغو ستونزو د هواري لپاره به د حکومت په همکارۍ له پاکستاني لوري سره تماس ونیسو او یادې ستونزې ته د پای ټکي کیښودو په موخه به د افغانستان او پاکستان د ګډ اتاق له لارې ګامونه پورته کړی شي.

ښاغلي عطايي د سوداګرو د ستونزو په اړه وویل، چې د اتاق عامل پلاوي یې په اړه لازم تدابیر نیولي او هڅه یې کړې، چې د یادو ستونزو د حل په موخه له دولتي چارواکو سره اړیکه ونیسي.
هغه زیاته کړه، موږ له پاکستانه غواړو چې د نړیوالو سیمه ییزو سازمانونو لکه WTO، SAFTA او OPTA په نظر کې نیولو سره عمل وکړي او پر افغاني محصولاتو تعرفې او مالیات زیات نه کړي.

په پای کې پریکړه وشوه چې، د میوو او سبزیجاتو صادرونکو ټولې ستونزې به د خپلو اتحادیو له لارې په رسمي ډول د اتاق مشرتابه پلاوي شریکې ترڅو د حل برخه کې يې د رسمي لارو چارو څخه ګړندي ګامونه پورته کړی شي.