د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس په کابل کې میشت د ایران سوداګریزې آتشې سره لیدنه ترسره کړه

دغه ناسته چې د اتاق د عامل پلاوي ریاست کې ترسره شوه، ښاغلي عطايي د سوداګریزو اړیکو پراختیا، فني او تخنیکي پلاوو تبادلې، ګډو پانګه اچونو جلب، په دواړو هېوادونو کې د نندارتونونو په لاره اچولو، د ټرانزیټ برخه کې شته ستونزو او په بندرونو کې د تعرفو په اړه په کابل کې میشت د ایران سوداګریز چاروال ښاغلي حسین روستايي نظرونه او وړاندیزونه واوریدل.

همدارنګه، ښاغلي عطايي وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې لمن پراخه ده او اتاق په دی برخه کې هر ډول مشروع او قانوني همکاریو ته چمتو دی.

ښاغلي عطايي زیاته کړه "افغانستان په مختلفو برخو کې د پانګه اچونې لپاره یو مناسب ځای او خاوره ده او ایراني لیوال سوداګر او پانګه وال کولی شي، چې په افغانستان کې پانګه اچونه وکړي."

ښاغلي عطايي په نندارتونونو کې د ګډون او په بندرونو کې د شتو ستونزو حل برخه کې ژمنه وکړه چې یادې ستونزې او د ایرانې چاروال غوښتنې به د حکومت له اړوندو مسؤلینو سره شریکې او د حل په برخه کې به يې کوټلي ګامونه پورته کړي.

په پای کې، د دواړو هېوادونو سوداګرو په سوداګریزو موضوعګانو تر بحث او دوه اړخیزه همکاریو باندی د ټینګار کولو وروسته، د ورته ناستو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.