د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټرانسپورټ کمېټې ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي او د ټرانسپورټ تخصصي کمېټې رئیس او د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد فواد دوست د ټرانسپورټي اتحادیو یو شمیر مسؤلینو او رئیسانو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي سلطان محمد صافي د ټرانسپورټ او کارګو د اتحادیې رئیسانو او مسوولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په هېواد کې د وروستیو بدلونونو په ځانګړي ډول د امنیت د ښه والي او د ټرانسپورټ او کارګو د کار او خدماتو د ښه والي په برخه کې یادونه وکړه او په سختو حالاتو کې یې د ټرانسپورټي او کارګو شرکتونو خدماتو ستاینه وکړه.
 
نوموړي د موټر چلوونکو لپاره د موټر چلولو د نړیوالو جوازونو د ترلاسه کولو او له بهرنیو ژبو سره د بلدتیا په برخه کې د دې سکتور پر ښه والي او معیاري کولو ټینګار وکړ.
ښاغلي احمد فواد دوست د هېواد د سوداګرۍ او اقتصادي ودې په برخه کې د ټرانسپورټ رول او اهمیت ته اشاره وکړه او ټینګار يي وکړ چې، ددی سکتور د پخوانیو او اوسنیو ستونزو په نظر کې نیولو سره اړینه ده چې داتاق، ټرانسپورټي او کارګو شرکتونو او اړوندو دولتي ادارو ترمنځ همغږي لا پسی زیاته شي.
 
په دې ناسته کې د ترانسپورت او کارګو اتحادیې رئیسانو او مسوولینو د څه باندې ۶۵۰ اتحادیو او د ترانسپورت د ریاست له خوا د ترانسپورت د کتابچه د نشتوالي او د الکترونیکي کارتونو د نه کارونې او همدارنګه د ټرانسپورټي اتحاديو په ټرانسپورټي شرکتونو د بدلیدو پریکړې نه عملي کولو یادونه وکړه. هغوی د ترانسپورت د اتحاديې او د ترانسپورت رياست اوسنى حالت د اندېښنې وړ وباله او د اتاق له مشرتابه يې وغوښتل چې د دوى د ستونزو په حل کې د ترانسپورت له وزارت او اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.
 
د اتاق مشرتابه پلاوي د دوی د نظریاتو او ستونزو له اورېدلو وروسته د هېواد د ټرانسپورټ او بار وړونکو اتحادیو له رئیسانو او مسوولینو څخه وغوښتل چې د مشورتي ناستې له ترسره کېدو وروسته خپل پلانونه او ستونزې راټولې او په لیکلې بڼه یې اتاق ته وسپاري. او اتاق به هڅه وکړي چې د ترانسپورت وزارت له مسوولینو سره وګوري او د ترانسپورتي وضعیت د ښه والي او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې له اړوندو دولتي بنسټونو سره همکاري وکړي، تر څو لازم ګامونه پورته کړی شي.