د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او د تیلو او ګازو سوداګرو د حکومت د سکتوري ادارو له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي او د نفتي موادو کمېټې رئیس ښاغلي جان آقا صادقي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د هېواد د مختلفو ولایتونو څخه د نفتي موادو ډیر شمیر سوداګرو په انسا اداره کې د حکومت د سکتوري ادارو مسؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې، د نفتي موادو واردوونکو ستونزو حل، سوداګریزو آسانتیاوو رامنځته کولو او پانګه اچونو راجلبولو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د سټنډرډ ملي ادارې له مسؤلینو سره د نفتي سکتور د ستونزو په ځانګړي ډول هغه ستونزې چې د نفتي توکو سوداګر یې په بندرونو کې د معیارونو د پلي کولو په برخه کې لري خبرې وکړې او دغه راز یو شمېر هغه نفتي مواد چې دوی له ایران څخه واردوي کوم چې د افغانستان له معیارونو سره توپیر لري په اړه يي د اړوندو دولتي ادارو له مسؤلینو سره خبرې وکړې.  

نوموړي وړانديز وکړ، چې د دې سکتور د ستونزو د حل په موخه دې د نفتي توکو د سوداګرو د استازو او د اړوندو ادارو د مسوولينو په ګډون يوه کمېټه جوړه شي، څو دغه کمېټه له يو بل سره په همغږۍ او همکارۍ سره د شته ستونزو او حل لارو په اړه بحث وکړي.

همدارنګه ښاغلي مهمند د یادو ادارو استازو ته سپارښتنه وکړه، د ژمي د ستراتیژیکو زېرمو د جوړولو په اړه جدي پریکړه وکړي څو ګران هېوادوال د ژمي په موسم کې د نفتي توکو د کمښت له ستونزې سره مخ نه شي.

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس محترم مولوي فیض الله تمیم د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې د سټنډرډ ملي اداره د سوداګرو د ستونزو په حل کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

په دې ناسته کې د نفتي توکو د سوداګرو استازو هم د خپلو ولايتونو په استازيتوب خبرې وکړې او يو شمېر يې له ايران څخه د باکيفيته نفتي توکو د واردولو د اجازې غوښتنه وکړه، هغوى وويل چې د ايران د نفتي توکو بيې ارزانه او د خلکو او د دوی د وسایطو د ګټې اخیستنې لپاره مناسب دي.

په دې ناسته کې د ریاست الوزرا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د ریل پټلۍ ادارې، د ګمرکونو عمومي ریاست او د نفتو او ګازو دولتي شرکت محترمو استازو د معیارونو او د ستونزو د حل د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه څرګند کړل او ژمنه یې وکړه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د تیلو واردوونکو سره به د دوی د ستونزو حل برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي.  

په پای کې پرېکړه وشوه چې، د نفتي توکو واردوونکي او د انساء ادارې مسؤلین به د تخنیکي ناستو په ترڅ کې یادو ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې لټوي.