د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس د یوناما له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د یاد اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د نړیوالو اړیکو او د سوداګرۍ پراختیا خدماتو ډیپارټمنټونو د مسؤلینو په ملتیا د آغلې چاریتي واټسن او ورسره ټیم سره د مرکزي اتاق په دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې، د افغان خصوصي سکتور ننګونو او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
په دې لیدنه کې د سوداګرۍ او پانګونې پر ستونزو او د هغه پر وړاندې پرتو خنډونو د لرې کولو، د پانګونې د جلبولو، د افغانستان د کنګل شویو پیسو پر خلاصون، د خصوصي سکټور پر ملاتړ او د ګډو همکاریو په اړه خبرې وشوې.
 
ښاغلي عطايي د یوناما مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د خصوصي سکتور د فعالیتونو له لارې د پانګونې د شته فرصتونو او ننګونو په اړه یې خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د سوداګرۍ د ودې او د هېواد د اقتصاد په برخه کې د خصوصي سکټور د لومړیتوبونو د پېژندلو لپاره د اتاق د هڅو یادونه وکړه.
ښاغلي عطايي د امنیتي وضعیت ښه والی او په دولتي ادارو کې د فساد نه شتون د پانګونې د جلبولو او د سوداګرۍ د ودې او د اقتصادي پروژو تطبیق برخه کې مهم وبلل او د اقتصادي پروژو په تطبیق کې یې له یوناما سره د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
نوموړي پر بانکي بنديزونو او د نړيوالې ټولنې له خوا د افغانستان د خلکو او مرکزي بانک د شتمنيو کنګل کول د اقتصادي او سوداګريزو فعاليتونو پر وړاندې سترې ننګونې وبللې او د شتمنيو په خلاصون کې يې د يوناما او نورو نړيوالو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
آغلې چاریتي واټسن او د یوناما نورو چارواکو د اتاق عامل پلاوي رئیس لخوا د معلوماتو له وړاندې کولو او د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو د ودې او ملاتړ په اړه د دوی وړاندیزونه په ځانګړي توګه د اتاق لخوا د صادراتو ملي کنفرانس په لاره اچول او د خصوصي سکټور د ننګونو او لومړیتوبونو د په ګوته کولو په تړاو مننه وکړه او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره په ګډه همکارۍ کې د شته ننګونو د حل، د پانګونې جذبولو او د اقتصادي پروژو پلي کولو لپاره يې خپل چمتووالی څرګند کړ.