د افغان – آسترالیا سوداګرۍ او پانګونې ګډ اتاق لومړۍ ناسته ترسره کړه

په دغې آنلاین ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د نړیوالو اړیکو او د دولت سره د اړیکو ډیپارټمنټونو مسؤلینو، ښاغلي نجیب الله وردګ د آسترالیا ګډو اتاق غړي، الهام الدین مایار، عبیدالله او فرید احمد د یاد اتاق نور غړي او د خصوصي سکتور غړیو او د دواړو خواوو سوداګرو ګډون درلود.

ښاغلي مهمند د افغانستان او استرالیا د ګډ اتاق د غړو د خبرو له اورېدو وروسته وویل "د ګډ اتاق غړي باید هڅه وکړي چې د توکو د تبادلې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په مناسبه بیه دواړو هېوادونو ته تمام شي."


هغه د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د ورکړې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او د افغان او اسټرالیا سوداګرو ترمنځ یې د دغه ډول انلاین کنفرانس د جوړولو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي سلطان محمد صافي د ګډ اتاق فعاليتونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا لپاره ګټور وبلل او زیاته يې کړه "د ګډ اتاق مسؤلين بايد د افغانستان د خصوصي سکټور لپاره د اسټراليايي چارواکو تر منځ لا زياتې همکارۍ جلبولو هڅې ګړندۍ کړي."

په دې کتنه کې ښاغلي خانجان الکوزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته فرصتونو په ځانګړي ډول د کانونو د استخراج او د کیمیاوي سرې، کرنیزو درملو او پرزو د تولید په برخه کې خبرې وکړې.

د افغان-استرالیا ګډ اتاق غړي ښاغلي نجیب الله وردګ غونډې ته د ترسره شویو فعالیتونو کاري راپور وړاندې کړ، چې د مشرتابه له خوا ورته لازمې لارښوونې ورکړل شوې.

په دې کتنه کې ګډونوالو د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د ګډو پروګرامونو د تنظیم او د ویزو د ستونزو په اړه خپل نظریات او پلانونه مطرح کړل.