د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس د پاکستان د اتاقونو فدارسیون له استازي سره ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د اتاق د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي او د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي په ملتیا د پاکستان د اتاقونو فدارسیون له استازي ښاغلي مولانا امان الله حقاني سره د لیدنې په ترڅ کې، په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ګډو نندارتونو د په لاره اچولو او سوداګرۍ پراختیا په اړه خبرې وکړې.
 
په دی ناسته کې د نندارتون د په لاره اچولو او د پاکستان د اتاقونو فدارسیون او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ترمنځ د ګډو تخنیکي همکاریو او دا چې یاد نندارتون له هر پلوه ډیر ښه او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په پراخ ګډون سره ترسره شي خبرې وشوې او په ګډو همکاریو ټینګار وشو.
 
همدارنګه، په یاده ناسته کې، د سوداګرۍ او پانګه اچونې پراختیا، د دواړو هېوادونو سوداګریزو ستونزو حل، سوداګریزو ناستو او کنفرانسونو جوړولو او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او پانګه اچونې په لاره کې د شتو ستونزو په حل ټینګار وشو.