ازبکستان ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او لوړ پوړي دولتي پلاوي سفر

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو محمد داود یوسفزی، محمد ګردیزي، سید پرویز سادات هوفیاني او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي په مشرۍ او د رئیس الوزرا لومړي معاونیت ځانګړي استازي، د اقتصاد وزارت معین، د ترانسپورټ وزارت استازي، د غزني د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس او د مرکزي اتاق د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د بلخ اتاق رئیس ښاغلي آرش یونسی، د نیمروز اتاق رئیس ښاغلي عبیدالله نورزي، د اندخوی اتاق رئیس ښاغلي عبدالمجید نیازی، د میدان وردگ اتاق رئیس ښاغلي نورآغا ابراهیمی او د یو شمیر سوداګرو په ملتیا ازبکستان هېواد ته د یوه سوداګریز سفر په ترڅ کې، د سوداګرۍ پراختیا او ټرانسپورټي او ټرانزیټي ستونزو حل په اړه نظرونه تبادله کړل.
 
د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان لوړ پوړي سوداګریز پلاوي او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د ازبکستان د بېلابېلو سکتورونو له مسوولینو سره په څو جلا ناستو کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي خیرالدین مایل په دې کتنه کې چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره په ارګ کې جوړه شوې وه، د افغان سوداګرو په ځانګړې توګه د ازبکستان ویزو ته د افغان سوداګرو د لاسرسي په برخه کې د ستونزو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.
 
په بله ناسته کې د افغان پلاوي او په ازبکستان کې د مېشتو افغان سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ پر ستونزو خبرې وشوې. ښاغلي خیرالدین مایل د دغه سفر په چمتووالي او د سوداګریزو ناستو په ترسره کولو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له همغږۍ خوښي څرګنده کړه او دغه ناسته یې د منځنۍ اسیا له هېوادونو په ځانګړې توګه له ازبکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې مهمه وبلله.
 
د دې ناستې په پای کې د سوداګرو ستونزې، نظرونه او وړاندیزونه د ښاغلي نورالدین عزیزي او لوړ پوړي افغان پلاوي له خوا واورېدل شول او ژمنه وشوه چې د ستونزو ته د مناسبو حل لارو پیداکولو کې به خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.