د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس د سپارک سازمان له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د نړیوالو اړیکو، سوداګرۍ او پالیسۍ خدماتو او عامه اړیکو ډیپارټمنټونو مسؤلینو د سپارک سازمان له رئیس ښاغلي دیپوت سره د لیدنې په ترڅ کې، د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي دیپوت د سپارک سازمان د فعالیتونو په اړه چې د ۱۴ جنګ ځپلو هېوادونو د ځوانانو د حرفوي زده کړو، وړیتا لوړونې او د کوچنیو تشبثاتو د ملاتړ پروژې تطبیق برخه کې یو ملاتړی بنسټ دی، معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، وویل "که چیري اتاق هم د ورته پروژو تطبیق په پام کې لري، د سپارک سازمان چمتو دی چې د اتاق سره د یادو پروژو تطبیق او مالي ملاتړ برخه کې همکاري وکړي.
 
ښاغلي عطايي ښاغلي دیپوت ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د اتاق د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندی کړل او د یاد سازمان د پروګرامونو هرکلی يې وکړ.
 
ښاغلي عطايي زیاته کړه "که چیرې د سپارک سازمان د وړتیا لوړونې، کوچنیو تشبثاتو زدکړې، بازار موندنې او نړیوالو مارکیټونو ته د لاسرسي برخه کې د اتاق ملاتړ وکړي، اتاق هم همکارۍ ته چمتو دی."
 
په یاده ناسته کې داسی موافقه وشوه چې، اتاق به خپلې د لاس لاندی ټولې پروژې او پروګرامونه د سپارک سازمان ته وړاندی کوي او نوموړی سازمان به د لومړیتوبونو په نظره کې نیولو سره د پروژو د تطبیق برخه کې همکاري کوي.