د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د زلزله ځپلیو ولایتونو څخه لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي په داسی حال کې چې د اتاق ستر سلاکار ښاغلي مطیع الله ګردیزي، د خوست ولایتي اتاق رئیس ښاغلي شهباز خان ګربز، د پکتیا ولایتي اتاق مرستیال ښاغلي محمد اسلم وزیري، د خوست او پکتیکا ولایتي اتاقونو عامل پلاوو مسؤلانو هر یو سیلاب ساحل او نواب امیرزي يې ملتیا کوله د زلزله ځپلو ولایتونو څخه د لیدنې په ترڅ کې، د ولایتي اتاقونو له مسؤلینو سره د زیانمنو په اړتیاو او دوی ته د خصوصي سکتور د بشردوستانه مرستو د توزیع د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
 
د دغه سفر په ترڅ کې د اتاق مشرتابه پلاوي له زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه او په ولایتونو کې یې له سیمه ییزو استازو او سیمه ییزو چارواکو سره وکتل. د اتاق مشرتابه پلاوي د زیانمنو سیمو له خلکو او مشرانو سره د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل او په یادو ولایتونو کې یې له زیانمنو خلکو سره د مرستو په برخه کې د اتاق او خصوصي سکتور د چمتووالي ډاډ ورکړ.
 
د زیانمنو شویو سیمو خلکو او مشرانو د اتاق له مشرتابه سره د لیدنې په ترڅ کې د رضایت په څرګندولو سره، د ویجاړو شویو کورونو د بیارغونې، د کلینکونو او عام المنفعه مرکزونو د جوړولو په برخه کې د خلکو د لومړیتوبونو په ګډون خپلې ستونزې مطرح کړې.
 
ښاغلي محمد یونس مهمند او ښاغلي سلطان محمد صافي د پورتنیو ولایتي اتاقونو له مسؤلینو او کارکوونکو سره په جلا جلا کتنو کې د یادو اتاقونو او سوداګرو پر ستونزو او وړاندیزونو خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې، اتاق به د دوی شته ستونزو ته د مناسبو حل لارو لټولو برخه کې نه ستړی کیدونکې هلې ځلې وکړي.
 
د اتاق مشرتابه پلاوي غړو د اضطراري کمېټې له رئیس مولوي شرف الدین سره هم وکتل او د خصوصي سکتور د مرستو او له دغې کمېټې سره د همغږۍ په اړه یې خبرې وکړې.
دغه راز ښاغلي محمد یونس مهمند او سلطان محمد صافي دخوست امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت سره په لیدنه کې په دغه ولایت کې دسوداګرو پر ستونزو او له خصوصي سکتور سره دامنیتي ارګانونو دهمکارۍ په اړه خبرې وکړې.