د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ګمرکاتو عمومي ریاست سره د ډیجیټال تیر د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک کړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د انالوګ تیر څخه ډیجیټال تیر ته د اوښتون په ارزښت خبرې وکړې او زیاته ته يې کړه چې د ډیجیټال تیر له لارې د مختلفو هېوادونو سره د اړیکو لرل د سوداګرۍ په پراختیا او سوداګریزو توکو په ټرانزیټ کې اړین رول لوبوي.
 
د ګمرکاتو عملیاتي مرستیال ښاغلي محمد عمر مهمند د ټرانزیټ له مخې د افغانستان د جغرافیايي موقعت په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، وویل چې افغانستان د مرکزي او سویلي آسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د ټرانزیټ برخه کې مهم رول لوبولی شي.
 
نوموړي د سږکال په لومړنیو دریو میاشتو کې د تیر سیستم څخه ګټه پورته کونه هیله بخښونکی وبلله او هیله يې څرګنده کړه چې سږ کال له ۵۰ زرو څخه زیات وسایط د تیر سیستم څخه ګټه پورته کړي.
 
د IRU سازمان د تیر له غړیو هېوادونو څخه غوښتې چې د فساد د مخنیوي په موخه د ډیجیټال تیر سیستم څخه ګټه پورته کړي.