د پانګه اچونې سهامي شرکت "افغان انویست" د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو او خپل فعالیت يې پیل کړ

د پانګه اچونې سهامي شرکت "افغان انویست" د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي، محترم شهاب الدین دلاور معاون پترولیم، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړيو هر یو ښاغلي خیرالدین مایل احمدي سوداګریز مرستیال، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، عصمت الله وردګ او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د ځینو هېوادونو سیاسي استازیو او د مخلتفو اتاقونو رئیسانو، د ولایتي اتاقونو استازیو او سل ګونه سوداګرو او پانګه والو له لوري په رسمي ډول پرانستل شو.
 
ښاغلي ملا عبدالغني برادر په دغه سهامي شرکت کې د بېلابېلو قومونو د لویو ونډه والو شتون د ملي یووالي سمبول او یو مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه چې دوی تل د ریاست الوزار په اقتصادي ناستو کې د سوداګرو او پانګوالو ستونزو ته پاملرنه کړې ده او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټولي.
 
ښاغلي نورالدین عزیزي د هېواد خلکو او د دغه ستر پانګوال شرکت ونډه والو ته د مبارکۍ په ورکولو سره، سږ کال د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي اعلان وکړ او زیاته یې کړه، موږ تمه لرو چې سږ کال به د صادراتو کچه دوه میلیارد ډالرو ته لوړه شي.
 
ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د دغه ډول لوی سهامي شرکت جوړېدل د هېواد اقتصادي ودې لپاره مهم وبلل او د هېواد په خلکو او سوداګرو یې غږ وکړ چې د پانګونې په برخه کې د خپلو پانګوالو ملاتړ وکړي. هغه ټینګار وکړ چې هڅه کوو د افغان سوداګرو او پانګوالو په پانګونې سره خپل هېواد جوړ کړو.
 
ښاغلي شیرباز کمین زاده د انویسټ شرکت د تشکیلاتي جوړښت او پانګونې په اړه معلومات ورکړل او د هېواد له نورو سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې له لارې د هېواد د اقتصاد په وده کې ونډه واخلي.
 
د یادونې وړ ده چې افغان انویسټ شرکت په هېواد کې د ۱۳ سترو پانګوالو له خوا د ۲۵۰ میلیونو ډالرو لومړنۍ پانګونې سره د برېښنا تولید، کانونو، ساختماني او کرنې پراختیا په برخو کې پانګونه کوي.