د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د بشکورتوستان جمهوریت د سوداګرۍ او صنعت اتاق له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هېواد د خصوصي سکتور په استازولۍ، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او په مسکو کې میشت افغان سفیر ښاغلي جمال ناصر غروال په ملتیا د بشکورتوستان جمهوریت د سوداګرۍ او صنعت اتاق له رئیس ښاغلي خاکیموف تیمور سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرۍ پراختیا او ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي تیمور ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو په اړه د مالوماتو ورکولو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ پر پراختیا او ګډو همکاریو ټینګار وکړ.
 
ښاغلي مهمند د بیخ بنسټیزه پروژو تطبیق، ودانیزو کارونو، صادراتو او وارداتو، سون او خوارکي توکو لکه: اوړه، غنم او غوړیو ته د افغانستان د خلکو د اړتیا په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي تیمور د ښاغلي مهمند د مالوماتو څخه خوښي څرګنده او د وړاندیزونو هرکلی يې وکړ او همدارنګه د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ پراختیا او ګډو همکاریو برخه کې يې د خپلو هر ډول مرستو ژمنه وکړه.