د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په سینټ پیټرزبورګ کې د روسيې سوداګرۍ اتاق له رئيس سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هېواد د خصوصي سکتور په استازولۍ، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او په مسکو کې میشت افغان سفیر ښاغلي جمال ناصر غروال په ملتیا په سینټ پیټرزبورګ کې د روسيي سوداګرۍ اتاق له رئيس ښاغلي کاتیرین سرګي سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق فعالیتونو، په تیرو څو کلونو کې د افغانستان او روسيې سوداګریزو اړیکو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو منځته راتګ وروسته، د ښه امنیت، اداري فساد نه شتون او د پانګه اچونې فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر غښتلتیا او ګډو پانګه اچونو يې ټینګار وکړ.
 
ښاغلي مهمند د صادراتو او وارداتو برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کیدا باندی د ټینګار کولو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو سوداګریزو پلاوو سفرونه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د روسيې سوداګرۍ اتاق ترمنځ يې تفاهملیک لاسلیکولو يې اړین وبلل.
 
نوموړي د روسيې سوداګرۍ اتاق له رئیس وغوښتل چې د یو سوداګریز پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړي ترڅو د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه والو ترمنځ په سوداګریزې پراختیا او ګډو پانګه اچونو تفاهم رامنځته شي.
 
ښاغلي سرګي د لیدنې په اړه خوښي څرګنده کړه او د روسيې سوداګرۍ اتاق او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د غښتلیتا ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې که چیرې دوی ته په افغانستان کې، د روسيې سوداګرو او پانګه والو د امنیت ډاډ ورکړل شي، دوی به روسي سوداګر او پانګه وال وهڅوي څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.