د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشترتابه پلاوي د افغانستان اسلامي امارت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له سرپرست سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطایي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي ذکریا بریالي، عصمت الله وردګ او ضیاءالدین اچکزي، د کابل ولایتي اتاق مدیره پلاوي پانګه اچونې مرستیال ښاغلي انجنیر جلیل حریف د افغانستان اسلامي امارت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له سرپرست وزیر ښاغلي حمد الله نعماني سره د لیدنې په ترڅ کې، هغه ته د نوی دندې مبارکۍ ویلو ترڅنګ، په ودانیز سکتور کې د افغان سوداګرو شتو ستونزو او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي نعماني ته د نوی دندې مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د ښار جوړونې او ځمکو وزارت په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند زیاته کړه "خصوصي سکتور د ښاري پراختیا او ودانیو جوړولو په برخه کې اړین رول لوبوي او دا چې د ودانیز سکتور پانګه والو ستونزو ته د پای ټکی کیږدو، اړینه ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د ښارجوړونې او ځمکو وزارت تر منځ یوه ګډه کاري کمېټه رامنځته کړو."
 
ښاغلي عطايي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تیرو نوي کلونو اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، او د ودانیز سکتور سوداګرو او پانګه اچونکو ستونزو حل په برخه کې يي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د ښارجوړونې او ځمکو وزارت ترمنځ ګډه همکاري او همغږي اړینه وبلله.
 
ښاغلي نعماني د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په هېواد کې ښه امنیت د اقتصادي رغښت او پانګه اچونو جلب لپاره یو ښه فرصت وباله او د خصوصي سکتور او پانګه اچونکو شتو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو او ښاري پراختیا په برخه کې يي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د یاد وزارت له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.